همغږو بريدونو بيا بغداد ولړزاوۀ

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د همغزو بريدونو يوې څپې لږ تر لږه ٢٠ کسان وژلي دي.
په دغو بريدونو کې يوځل بيا شيعه مېشتې سيمې په نښه شوي دي.
بريدونه د ماښام د گڼې گوڼې پرمهال په گڼ مېشتو سيمو کې تر سره شول او داسې پلان شوي وو چې تر ټولو زيات مرگ ژوبله واړوي.
داسې برېښي هغه کسان چې د دغو وروستيو بريدونو او هره مياشت د رامنځته کېدونکو ورته نورو سلگونو چاودنو تر شا دي، د هغه بوږنونکي فرقه ييز تاوتريخوالي د بيا را ژوندي کولو ټينگ هوډ لري چې يو مهال يې عراق ځپلى و.
په ٢٠١١ م کال کې له عراق نه د امريکايي ځواکونو د وتلو په درشل کې د نسبي کرارۍ په پرتله اوس تاوتريخوالى څلور ځله ډېر شوى.
د عراق حکومت چې شيعه گان يې مشري کوي د امنيتي ستونزو د هوارولو په برخه کې د خپلو ژمنو پر ځاى کولو کې پاتې راغلى.
شيعه اورپکي هم په زياتېدونکې توگه پر خپلو وگړو د کېدونکو بريدونو ځواب په ورته ډول ورکوي.
خو داسې برېښي چې د عراقي وگړو ستر ډيرکى د دغه تاوتريخوالي چې سږ کال يې د ٦٠٠٠ وگړو ژوند اخيستى، فعال برخه وال نه بلکې قربانيان دي.
د بريدونو پړه لا چا په غاړه نه ده اخيستې.
ملگري ملتونه وايي يواځې په تېر مياشت کې په عراق کې ١٠٠٠ کسان وژل شوي دي، او داسې وېره ده چې دغه هېواد به هغې فرقه ييزې جگړې ته ستون شي چې په ٢٠٠٨ م کال کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وه.
د سوريې تاوتريخوالي هم پر عراق اغېز کړى، او په هغه هېواد کې د عراق اسلامي دولت په نامه يوې ډلې پورې تړلي جهادي ياغيانو ډېر نوم او شهرت ترلاسه کړى.
د عراق اسلامي دولت د سوني اورپکو ډلو يوه ټلواله ده چې القاعده يې هم غړې ده.
د عراق امنيتي ځواکونو په تېرو دوو مياشتو کې د رپوټونو پر بنسټ په بغداد کې دننه او شاو خوا سيمو کې د القاعدې سلگونه مشکوک کسان د يولړ عملياتو په ترڅ کې نيولي، چې دوى يې د شهيدانو غچ بولي.








