بغداد کې ۱۳ موټر بم چاودنو ۳۷ کسان وژلي

عراقي پولیس وايي بغداد کې د دوشنبې پر ګهیځ دیارلسو موټربم چاودنو لږترلږه ۳۷ کسان وژلي او ۱۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه چاودنې د بغداد په شیعه مېشتو سیموې کې شوې.
پولیس او طبي سرچینې وايي ډېری کسان په الصدر ښار کې د کارکوونکو د راټولېدو یوه ځای کې موټربم چاودنې وژلي.
الصدر ښار نژدې یوه اوونۍ مخکې د خونړیو چاودنو شاهد و، چې تر ټولو خونړۍ برید په کې د جنازې د مراسمو پرمهال شوی و او تر ۷۰ ډېر کسان په کې وژل شوي وو.
د عراق د کورنیو چارو وزارت او طبي سرچینو ویلي، چې د نوي بغداد سیمه کې یوې چاودنې لږترلږه څلور کسان ووژل او څوارلس نور یې ټپیان کړل.
په البلدیات کې هم اودنې درې کسان وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي، همدا شان، الکاظمیة کې هم چاودنې څلور کسان وژلي او۱۲ نور یې ټپیان کړي.
دغه بریدونه ایله یوه ورځ وروسته تر هغه ځانمرګي برید وروسته شوي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د شیعه ماتم کوونکو پر یوه ځای وشو، چې لږترلږه ۴۷ کسان په کې ووژل شول.
اربيل
ځینو چاودنو د عراق کردستان ولایت مرکز اربیل ښار هم لړزولی، چې تر ډېره خپلواک نظام په کې چلېږي.
په دې چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.
امنیتي سرچینو بي بي سي برید د موټربم په مټ شوی، چې یوه ځانوژونکي چلاوه.
اربیل ښار د نورو عراقي ښارونو برعکس، تر ډېره خپلواک او خوندي دی، او هلته د بهرنۍ پانګونې کچه هم د نورو ښارونو پرتله ډېره شوې ده.
د فرانسې خبري اژانس په حواله، د روان سپتمبر له پیل راهیسې تر اوسه عراق کې بریدونو تر ۸۴۰ ډېر کسان وژلي.








