د بنګه دېش د پارلمان غړی په مرګ محکوم شو

په بنګله دیش کې د جنګي جرمونو ضد یوې ځانګړې محکمې د مخالفینو یو مشر صلاح الدین قادر چوهدري په جنګي جرمونو پړ بللی دی، چې په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستانه د خپلواکۍ پر مهال ترسره کړي دي.
هغه د نسل وژنې، قتلونو او په یرغمل نیولو کې ښکېل بلل شوی دی او د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.
صلاح الدین قادر چوهدري د بنګله دیش د خلکو ګوند لوړ پوړی چارواکی او د پارلمان غړی دی چې محاکمه کیږي.
ښاغلی چوهدري د پارلمان لومړنی غړی دی، چې محکمې مجرم خېژولی او په مرګ یې محکوم کړی دی.
د تورن چوهدري ښځې ویلي، چې مېړه یې د محکمې د پرېکړې په اړه د استیناف غوښتنه کړې.
په بنګله دېش کې د جنګي جرمونو د ارزونې په موخه دغه ځانګړې محکمه د عوامي لیګ ګوند په مشرۍ د حکومت له لوري جوړه شوې ده.
خو د دغې محکمې پر کړنو سختې نیوکې هم شوې دي.
ځینو کورنیو کړیو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم ویلي، چې په دې محکمه کې نړیوال قوانین نه مراعاتېږي.
تر دې وړاندې، دغې محکمې د هېواد په جنوب ختيځ چیتاګونګ سیمه کې، چې د ښاغلي چوهدري د استازیتوب سیمه هم ده، ځانګړي دولتي سرتېري استولي وو.
اټکل دی، چې د محکمې د دغې پرېکړې پروړاندې د هېواد په ځینو برخو کې مظاهرې هم وشي.
وړاندې، ځانګړې محکمې د بنګله دېش د اسلامي ګوند ځینې مشران هم په مرګ محکوم کړي وو.
پر دوی تور دی، چې له پاکستانه د خپلواکۍ اخیستو په کلونو کې یې جنګي جرمونه کړي دي.
د محکمې د دا ډول پرېکړو په لړ کې له تېرې جنورۍ راهیسې هېواد کې ډېر لاریونونه وشول، چې د اړدوړ جوړونې په تور په کې تر سلو ډېر کسان ونیول شول.
د بنګله دېش چارواکي وايي، له پاکستانه د بنګله دېش د خپلواکۍ په کال (۱۹۷۱) جګړه کې لږترلږه درې میلیون بنګله دېشي وګړي ووژل شول، خو څېړونکو دا شمېره ۵۰۰ زره ښوولې ده.








