پاکستان مرګونې زلزلې لړزولی

د پاکستان بلوچستان او سند ايالتونه د رېختر په کچه ۷،۷ درجې زورورې زلزلې لړزولي چې د ځايي چارواکو په وينا يې لږترلږه ۴۵ کسان وژلي او لسګونو نورو يې ټپيان کړي دي.
د امريکا د ځمک پېژندنې ادارې د دغې زلزلې مرکز د پاکستان بلوچستان او شاوخوا سيمې ښوولې دي.
د دوی د معلوماتو له مخې دغه زلزله له ځمکې ۲۲ کيلومتره لاندې شوې ده.
د زلزلې ټکانونه د پاکستان د کراچۍ ښار په ګډون د هېواد په سويلي سيمو او د هند تر نوي ډيلي پورې محسوس شوې ده.
تراوسه پورې د ۴۵ کسانو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.
د پاکستان حکومتي تلويزيون او ځايي رسنيو راپور ورکړی چې په سند او بلوچستان ايالتونو کې اووه اعشاريه اووه درجې زلزله راغلې ده.
د پاکستان د هوا پېژندنې اداره وايي د زلزلې مرکز د بلوچستان د خضدار ښار نه ۱۲۰ کيلومتره لرې سويل لوېديځ خواته و.
د پاکستان د سند ايالت په کراچۍ، حيدر اباد او د بلوچستان په سبی، بولان، خضدار او ډېره مراد ښارونو کې خلکو د زلزلې ټکانونه حس کړي دي.
بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر خو تر ټولو کم نفوسه ایالت دی.
د اپریل په میاشت کې په ایران کې یوې ورته زلزلې چې اووه اعشاریه اته ثبت شوې وه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۴۱ کسان ووژل او له ۱۲ زرو نه ډېر پاکستانیان یې زیانمن کړل.








