د ملکيتونو څښتن وانګ جيانلين د چين تر ټولو شتمن دی

د داليان وانډا ملکيتونو شرکت څښتن او بنسټ ايښودونکی لومړی ځل د چين تر ټولو شمتنو کلني نوملړ کې د سر ځای نيولی دی.
د هورون راپور له مخې چې د چين شتمنو مالي حالت څاري، ويلي د وانګ جيانلين شتمني ۲۲ مليارډو ته دوه برابره زياته شوې ده.
د چين څښاک توکو زونګ چينګهو توليدونکی چې تېر کال د شمتنو په سر کې و، د ۱۸ مليارډ ډالرو په شتمنۍ دوهم ځای ته شاته شوی دی.
د چين تر ټولو شتمنه مېرمن يانګهوي يان په ۸،۳ مليار ډالرو د شتمنو نوملړ کې پر پنځم ځای ده.
راپور ويلي د هغو چينايانو شمېر چې لږترلږه يو مليارډ ډالره شتمني لري، د يوې لسيزې مخکې مودې پرتله چې هېڅ يو هم په کې نه و، ۳۱۵ ته لوړی شوی دی.
د چين شتمنو په دوديز ډول خپلې پيسې له صنعت نه ګټلې دي. خو سږ کال د ۱۰۲۱ تر ټولو شتمنو ترمنځ چې هورون يې شتمنی څارلې، يو پر څلورو يې خپله شتمني د ودانيو له ملکيتونو ګټلې ده.
په چين کې د ودانيو ملکيتونو بيې، د حکومت هڅو سره سره چې غواړي د بازار تودوخه راکابو کړي، په تېرو څو کلونو په ځواکمن ډول لوړې شوې دي.
د هورون راپور ادارې مشر او مخکښ پلټونکی روپرټ هوجېوېرف وايي "د ودانيو ملکيتونو او معلوماتي ټکنولوژۍ کې ځواکمن فعاليت، د چين تر ټولو شتمن نويو ريکارډونو ته خېژولي دي".








