چین کې اقتصادي وده د تمو خلاف بلل شوې

شنونکي ویلي چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د چین اقتصادي وده د کارپوهانو د اټکل خلاف ټيټه ثابته شوې ده.
شنونکي دا هم وايي، چې په چین کې اقتصادي وده د روان ۲۰۱۳ کال په لومړۍ ربعه کې ۷.۷ سلنه ډېره شوې، چې کارپوهانو یې د اته سلنې اټکل کاوه.
چین هوډ کړی، چې د تېر ۲۰۱۲ کال د کورنیو تولیداتو له لارې د ترلاسه کېدونکو پیسو د اټکل خلاف اقتصادي جبیره سږ کال پرځای کړي.
د تېر کال په مارچ میاشت کې د چین کورنیو تولیداتو کچه ۷.۸ سلنه لوړه شوې وه، په دې مانا چې د کارپوهانو له لس سلنې اټکل ټيټه کچه وه.
پر همدې مهال، د روان کال په لومړیو میاشتو کې، په چین کې د ثابتو پانګونو کچه ۲۰.۹ لوړه شوې ده، چې کارپوهانو یې ۲۱ سلنه اټکل کړی و.
د سو سیټي جنرل بانک وي یاو ویلي ''د چین اقتصاد د ۲۰۱۳ کال په لومړۍ ربعه کې راټيټ شو، خو دغه شمېرې د هېواد په اقتصادي وده کې لږ پرمختګ په ډاګه کوي''.




