چین کې د مرغانو والګي دوه تنه وژلي
د چين حکومتي اژانس وايي په مرکزي ولايت هېنن کې دوه کسه د مرغانو د اېچ ۷، ان ۹) زکام په نوي مکروب اخته شوي دي.
په دې سره په دغه وېروس چې تېره مياشت د هېواد په ختيځ کې را پيدا شو د اخته شويو کسانو شمېر ۵۱ ته ورسېد.
له دغې ناروغۍ تر اوسه ۱۱ کسه مړه شوي دي.
چارواکي وايي خلک په دغه وېروس له کورونیو چرګانو سره د تماس له امله ککړېږي، ځکه د دوی په خبره دغه مکروب له يوه انسان نه بل انسان ته نه لېږدول کېږي




