شمالي کوریا د کورنیو یو ځای کېدو ته سلا شوه

شمالي کوريا پر دې سلا شوې چې له جنوبي کوریا سره په ټاپو کې وېشل شویو کورنیو ته د یو ځای کېدو اجازه ورکړي.
د سوېلي کوریا د یوې ورځ پاڼې په وینا تر ۷۰۰۰۰ ډېرو خلکو غوښتنه کړې وه چې په شمال کې خپل دوستان او خپلوان وويني.
په ټاپو وزمه کې د اړیکو د ښه کېدو د یوې نښې په توګه شمالي کوریا موافقه کړې چې راتلوونکې جمعه به د کورنیو د غړو د بیا یوځای کېدو په اړه د خبرو لومړی پړاو ترسره کړي.
دغه راز شمالي کوریا ویلي چې غواړي له سویلي کوریا سره یوه ورځ مخکې د سیاحت د پروژې مونټ کومګانګ د بیا پرانیستلو په اړه جلا خبرې وکړي.
د کومګانګ پروژه په ۲۰۰۸ میلادي کال کې هغه مهال وتړل شوه چې د شمالي کوریا امنیتي ځواکونو د سوېلي کوریا یو سېلانی په ډزو وویشت.
پینګ یانګ لیواله و چې دغلته بیا د سېلانیانو تګ راتګ پیل شي خو د سوېلي کوریا امنیتي غوښتنو ته یې ځواب نه ورکاوه.
اوس داسې بریښې چې شمالي کوریا د کورنیو د غړو د یو ځای کولو موضوع د مونټ کومګانګ له راتلونکې سره تړي ځکه خو وړاندیز کوي چې د کورنۍ غړي دې په همدې ځای کې راتلونکې میاشت سره یوځای شي.
د ګڼو کورنیو غړي د کوریا د جګړې پر مهال سره جلا شول.
هغه وخت چې د سویلي او شمالي کوریا ترمنځ پوله وتړل شوه.
همدې خلکو چې اکثره یې د پاخه عمر خاوندان دي فشار اچولی چې د کورنیو غړي دې سره یو ځای شي.
په ۲۰۱۰ کال کې هم یو ځل د کورنیو غړي سره یوځای شول خو له هغه وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې خړې شوې.








