بانکيمون: د اسراييلو کړنې د سولې هڅې زيانمنوي

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون د اسراييلو له لوري په فلسطيني سيمو کې د نويو مېشت ځايونو پر جوړولو خفګان څرګند کړی دی.
ښاغلي بان اندېښنه په ډاګه کړې که د ودانيو جوړول دوام وکړي، نو دا به د فلسطيينانو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي او د سولې د روان بهير پر وړاندې به خنډ جوړ شي.
بانکي مون چې دغه څرګندونې په رام الله کې کولې وويل، د دا ډول کړنو پايله به داو چې د دوو هېوادونو د رامنځته کولو هڅې ناشونې کړي:
"زه د ختيځ بيت المقدس په ګډون په لويديځه غاړه کې د اسراييلو د ودانيو جوړو په کار ډېر اندېښمن يم. دا کار به سولې ته د رسېدو په لار کې د اسراييلو د جدي والي له امله په فلسطينيانو کې بې باوري رامنځته کړي."
د دغو نويو ځايونو جوړول د نړیوالو قوانينو له مخې غير قانوني دي، خو اسراييل له دې سره موافق نه دي.
دويم پړاو خبرې
اسراييلي چارواکي وايي د فلسطينيانو او اسراييلو ترمنځ په تېرو دريو کلونو کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې شوې دي.
د بيت المقدس په يوه نامعلوم ځای کې د دغو پنځه ساعته خبرو وروسته کومه اعلاميه نه ده ورکړل شوې.
خو چارواکو دغه خبرې مثبتې بللې او ويلي يې دي چې د خبرو بل پړاو به په راتلونکې يوې يا دوو اوونيو کې پيل شي.
د مذاکراتو له پيله وړاندې د دغو خبرو اترو د اجنډا، ځای او وخت په اړه دواړه لوري ډېر لږ جزييات ورکوي او دواړه خواوې د دغو خبرو د برياليتوب په اړه په احتياط څرګندونې کوي.
وړمه شپه اسراييلو د خبرو د بيا پيلېدو او د سولې په بهير کې د ښه نيت ښوولو له امله ۲۶ فلسطيني بنديان خوشې کړل.
خو د اسرايیلو له لوري د نويو ميشت ځايونو جوړولو اعلان د سولې پر روان بهير اغيز پرې ايښی دی.
خبرو کې ځنډ
د ۲۰۱۰ کال په سپتمبر کې هم د يهودي ميشت ځايونو د جوړولو له امله د سولې خبرې په ټپه ودرېدې او دا ځل هم فلسطيني مرکچيانو پر اسراييلي لوري د خبرو د ګډوډولو تور لګولی دی.
په تېرو څو ورځو کې اسراييلو د ۲۰۰۰ نويو ميشت ځايونو جوړولو د پلان اعلان کړی دی.
د فلسطين د ازادۍ سازمان غړی ياسر عبد ربو وايي چې د يهودي ميشت ځايونو جوړول ورته د منلو وړ نه دي.
د فلسطين غږ راډيو سره د يوې مرکې پر مهال ښاغلي عبد ربو وويل: "د اسراييلو د دې ګام له امله ښايي روانې خبرې يو مهال له ناکامۍ سره مخامخ شي".
بل خوا اسرايیل هم د خبرو په اړه شک ښيي.
اسراييلي ورځپاڼې 'دې یروشلم پوسټ' د چارشنبې په ورځ په خپل يوه راپور کې ويلي چې د سولې خبرو په اړه اميدونه ډېر ګونګ دي.








