اسرائيلو فلسطيني بنديان خوشي کړي

اسرائيلو د ۲۶ تنه فلسطيني بنديان يوه ډله خوشي کړې، چې د سولې خبرو بيا پيل ته د لار هواري تړون کې پرې سلا شوې وه.
دغه بنديان چې ډېر يې له ۱۹۹۳ کال مخکې پر شويو بريدونو تورن او محکوم شوي وو، په وړو بسونو کې له يو زندان وايستل شول.
شاوخوا نيم يې په مخامخ ډول غزې، او نور يې بيا لوېديځې غاړې ته يووړل شول.
د فلسطينيانو او اسرائيليانو مرکچيانو په تېرو دريو کلونو کې د لومړي ځل لپاره خبرې دوه اوونۍ مخکې پيل کړې.
ټاکل شوې د خبرو بل پړاو چارشنبه (د اګست پر ۱۴ مه) په بيت المقدس کې ترسره شي.
اسرائيلو پر دې سلا کړې د ۱۰۴ تنو فلسطيني او عرب اسرائيلي بنديانو چې راتلونکو څو مياشتو کې به خوشي کېږي، هغه ۲۶ تنه يې اوس خوشي کړي چې اوږده موده يې زندان کې تېره کړې ده.
ناکام قانوني تدبيرونه
بنديان د شپې مهال له ايلون زندان نه د تورو شيشو موټرو کې ولېږدول شول، چې د بري کومې نندارې ښوولو مخنيوی وکړي.
له زندان بهر يوه وړه ډله اسرائيلي احتجاجيان هم راغونډ شوي وو، او د هغو بسونو پر وړاندې يې چيغې وهلې چې ترې روان وو.
د زندانيانو خپلوان او ملګري له غزې او لوېدځې غاړې سره پر پوله راغونډ شوي وو، او په بيرغونو خوځولو او توليو غږولو يې د دوی هرکلی کاوه.
اټکل دی هغه زندانيان چې لوېديځې غاړې ته بېول کېږي د خوشي کولو لمانځنه يې د فلسطينې ادارې له مشر محمود عباس سره وشي.
د بنديانو نومونه د يکشنبې نيمې شپې وروسته د اسرائيلو زندان چارواکو له لوري واخيستل شول، چې د قربانيانو کونيو ته يې ۴۸ ساعته وخت ورکړي چې لوړې محکمه کې يې د خوشي کولو قانوني ننګونه وکړي.
د سې شنبې لومړيو کې دغې محکمې د قربانيانو حقونو ډلې له لوري، چې د ټولو بنديانو خوشي کولو مخالفت يې کاوه، د خوشي کولو پر پرېکړې د بيا غور غوښتنه رد کړه.
پر همدې وخت فلسطيني مرکچيانو د هغو خبرونو په اړه غوسه ناک غبرګون څرګند کړی چې وايي اسرائيلي چارواکو پر هغه مځکه د ۱۰۰۰ مېشت ځايونو پر جوړولو هوکړه کړې، چې فلسطينيان يې دعوا کوي.








