نتنياهو: له فلسطين سره خبرې اسراييلو ته ګټورې دي

د اسراييلو لومړي وزير بنيامین نتنياهو له فلسطين سره د خبرو بيا پيلول د خپل هېواد لپاره مهم بللې دي.
ښاغلي نتنياهو د اسراييلو او فلسطين ترمنځ د سولې خبرو د بېرته پیلولو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېري د هڅو ستاينه وکړه او هيله يې وښوده چې دغه خبرې به ښه تدبير سره وشي.
تر دې وړاندې اسراييلو ويلي و، چې څو فلسطيني زندانيان به خوشې کړي.
د خوشې کېدونکو کسانو د شمېر په اړه تر اوسه کره شمېره نه ده ورکړل شوې، خو يوه اسراييلي چارواکي ويلي د اسراييلو او فلسطين ترمنځ د ۳۵۰ کسانو د خوشې کېدو په اړه لا له وړاندې خبرې شوې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې خبرو د پيلېدو په تړاو پر ابتدايي موافقې هوکړه شوې ده.
ښاغلي کېري ويلي ابتدايي مذاکرات به په واشنګټن کې کېږي، خو هغه د موافقې په اړه ډېر جزييات ور نه کړل.
په وروستيو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د اسراييلو او فلسطين ترمنځ د خبرو د بيرته پیلېدو لپاره شپږ ځله منځني ختيځ ته سفر کړی دی.
جان کېري په خپل اعلان کې ويلي و، چې په ښه ډول د خبرو پر مخ بېولو لپاره غوره ده چې د خبرو ډېر جزييات په ډاګه نه شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير له اعلان وروسته اسراييلو وويل له جان کېري سره د موافقې پر بنسټ به څو فلسطيني بنديان خوشې کړي.
د اسراييلو د نړېوالو اړيکو وزير ويلي، په خوشې کېدونکو بنديانو کې د څو لسيزو زندانيان هم شامل دي چې ځېنې يې مهمې څېرې دي.
ده د اسراييلو راډيو ته ويلي چې دغه بنديان به په پړاويز ډول خوشې کېږي.
د اسراييلو د بشري حقونو يوې ډلې ويلي، د اسراييلو په بېلا بېلو زندانونو کې ۴۸۱۷ فلسطينيان بنديان دي.
د اسراييلو او فلسطين ترمنځ له سره د خبرو پيلو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ په لويديځه تراډه کې د يهودانو د نويو مېشت ځايونو جوړل دي.
د فلسطيني ادارې د مشر محمود عباس ټينګار دا دی، چې د سولې خبرو له پېلېدو وړاندې بايد د يهودانو لپاره د مېشت ځايونو جوړولو چارې ودرول شي.








