کېري: اسراييل او فلسطينيان د سولې مخامخ خبرې پيلوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري اعلان کړى چې اسراييل او فلسطينيان له درې کلن ځنډ وروسته بېرته د سولې مخامخې خبرې اترې پيلوي.
ښاغلي کېري سيمې ته د خپل شپږم سفر په پاى کې په اردن کې د خپلې وينا پر مهال په دې تړاو ډېر لږ جزييات ورکړل.
خو نوموړي وويل د دواړو غاړو مشر مرکچيان به په راتلونکې اوونۍ کې په واشنگټن کې سره وگوري.
د بي بي سي خبرياله يولاندې نېل له بيت المقدس نه په خپل را لېږلي رپوټ کې وايي:
ښاغلي کېري په تېرو دوو ورځو کې کورته د بېرته ورستنېدو خپل مهالويش دوه ځله ځکه بدل کړ چې د نوموړي په ډيپلوماتيکو هلو ځلو کې د پرمختگ نښې نښانې تر سترگو کېدې.
ښاغلى کېري بلاخره وتوانېد هغه اعلان وکړي چې دۀ يې هيله درلوده.
په عمان کې په یوې لنډې وينا کې نوموړي وويل اسراييل او فلسطينيان يوې هوکړې ته سره رسېدلي چې د فلسطين د وروستي حقوقي دريځ په تړاو د مخامخ خبرو اترو بنسټ جوړوي.
نوموړي وويل دا چاره اوس هم د رسمي کېدو په بهير کې ده. ښاغلي کېري زياته کړه خو دا د پرمختگ يو مهم او ښه گام دى.
وړاندې ښاغلي کېري د لوېديځې غاړې رام الله ښار ته يو نا پلان شوى سفر کړى و چې د فلسطينيانو له مشر محمود عباس سره وويني.
دا په روانه اوونۍ کې د ښاغلي عباس او ښاغلي کېري دريمه کتنه وه.
جان کري وويل هغه د اسراييلو له لومړي وزير بنيامن نتنياهو سره پر ټليفون خبرې کړي او دواړه مشران يې د زړورتيا ښوولو له امله وستايل.








