جان کېري لوېدیځې غاړې ته ځي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په يو ناپلان شوي سفر د اردن سیند لوېدیځې غاړه ته ځي چې له فلسطیني ولسمشر محمود عباس سره د فلسطینیانو او اسراييلو ترمنځ د امریکا په نوښت د سولې د خبرو د بیا پیل په اړه وغږېږي.
لوېدیځې غاړې ته د ښاغلي کېري دا سفر داسې هیلې را ټوکولي چې نوموړي سیمې ته په خپل وروستي سفر کې پرمختګ کړی.
له دې وړاندې د خبرو د بیا پيل په اړه هیلې وروسته له هغه په ناهیلۍ بدلې شوې چې فلسطیني مشرتابه د سولې په اړه د امریکا په تګلاره کې د بدلون غوښتنه کړې وه.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر بارک د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو غوښتي وو چې د خبرو د بیا پيل په اړه له ښاغلي کېري سره یو ځای کار وکړي.




