فلسطينيان او اسراييل دويم پړاو خبرې پيلوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د اسراييلي او فلسطيني چارواکو ترمنځ د سولې خبرې به راتلونکې چارشنبه په بيت المقدس کې دوام وکړي.
په وروستيو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزیر جان کېري په منځګړيتوب دواړو لوريو د سولې خبرې له درې کلن ځنډ وروسته له سره پيل کړې.
د خبرو د بيا پيلېدو سره هممهاله اسراييلو اعلان وکړ چې ۱۰۰ فلسطيني زندانيان به له بنده خوشې کړي.
د دغو زندانيانو خوشې کېدل به څو مياشتې وخت ونيسي.
د فلسطينيانو مشر مرکچي صايب عريقات په خپلو لومړنيو خبرو کې وويل، د فلسطيني بنديانو لومړۍ جوپه به د اګست مياشتې په ۱۳مه نېټه خوشې شي.
د رویترز خبري اژانس د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ویاند جن ساکي له قوله ويلي دي: "د فلسطيني او اسراييلي چارواکو ترمنځ د سولې خبرې به د اګست په ۱۴مه ادامه پيدا کړي او وروسته له هغه به دواړه لوري د اريحا په ښار کې يو له بل سره وګوري."
د اسراييلو او فلسطين ترمنځ د جوړجاړي په تړاو لومړنۍ خبرې اترې د جولای په ۸مه په واشنګټن کې وشوې.
هغه مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وويل: "پوهېږم چې دغه مذاکرات خورا سخت دي، خو په دې هم پوهېږو چې د سولې لپاره د هڅو نه کولو پایله له دې هم بده ده".
د اسراييلو کابينې هغه مسووده تصويب کړې چې له مخې يې بايد له فلسطينيانو سره د هر ډول موافقې له مخې د ځمکو د بېرته ستنولو په اړه دغه موافقه ټولپوښتنې ته وړاندې شي.
د دويم پړاو مذاکراتو خبر پر داسې مهال اعلانيږي، چې اسراييلو په لويديځه غاړه کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کورونو جوړل تصويب کړل.
په لويديځه تراډه کې د ښارګوټو جوړول، د اسراييلو وضعيت، د پولو پر سر اختلاف او د بېځايه شويو فلسطينيانو بېرته ځای پر ځای کول هغه ستونزې دي، چې دواړه غاړې ورسره مخامخې دي.
د ۲۰۱۰ کال په سپتمبر کې د اسراييلو له لوري د نويو مېشت ځايونو جوړل د دې لامل شول، چې د سولې خبرې په ټپه ودرېږي.
د اسراييلو له لوري جوړ شوي ښارګوټي د نړيوالو قوانينو له مخې غير قانوني دي، خو د اسراييلو حکومت يې نه مني.








