اسراييلي او فلسطيني مرکچيانو مخامخ خبرې کړي

اسراييلي چارواکي وايي د فلسطينيانو او اسراييلو ترمنځ په تېرو دريو کلونو کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې شوې دي.
د بيت المقدس په يوه نامعلوم ځای کې د دغو پنځه ساعته خبرو وروسته کومه اعلاميه نه ده ورکړل شوې.
خو چارواکو دغه خبرې مثبتې بللې او ويلي يې دي چې د خبرو بل پړاو به په راتلونکې يوې يا دوو اوونيو کې پيل شي.
د مذاکراتو له پيله وړاندې د دغو خبرو اترو د اجنډا، ځای او وخت په اړه دواړه لوري ډېر لږ جزييات ورکوي او دواړه خواوې د دغو خبرو د برياليتوب په اړه په احتياط څرګندونې کوي.
وړمه شپه اسراييلو د خبرو د بيا پيلېدو او د سولې په بهير کې د ښه نيت ښوولو له امله ۲۶ فلسطيني بنديان خوشې کړل.
خو د اسرايیلو له لوري د نويو ميشت ځايونو جوړولو اعلان د سولې پر روان بهير اغيز پرې ايښی دی.
د ۲۰۱۰ کال په سپتمبر کې هم د يهودي ميشت ځايونو د جوړولو له امله د سولې خبرې په ټپه ودرېدې او دا ځل هم فلسطيني مرکچيانو پر اسراييلي لوري د خبرو د ګډوډولو تور لګولی دی.
په تېرو څو ورځو کې اسراييلو د ۲۰۰۰ نويو ميشت ځايونو جوړولو د پلان اعلان کړی دی.
د فلسطين د ازادۍ سازمان غړی ياسر عبد ربو وايي چې د يهودي ميشت ځايونو جوړول ورته د منلو وړ نه دي.
د فلسطين غږ راډيو سره د يوې مرکې پر مهال ښاغلي عبد ربو وويل: "د اسراييلو د دې ګام له امله ښايي روانې خبرې يو مهال له ناکامۍ سره مخامخ شي".
خبرو کې ځنډ
په بيت المقدس کې د اسراييلو د ميشت ځايونو جوړولو له امله په ۲۰۱۰ کال کې د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ مخامخ خبرې په ټپه ودرېدې.
د دغو نويو ځايونو جوړول د نړیوالو قوانينو له مخې غير قانوني دي، خو اسراييل له دې سره موافق نه دي.
بل خوا اسرايیل هم د خبرو په اړه شک ښيي.
اسراييلي ورځپاڼې 'دې یروشلم پوسټ' د چارشنبې په ورځ په خپل يوه راپور کې ويلي چې د سولې خبرو په اړه اميدونه ډېر ګونګ دي.








