اسراییل ۲۶ فلسطیني بندیان خوشي کوي

د اسراییلو حکومت تېره میاشت د ۱۰۴ بندیانو پر خوشي کولو هوکړه وکړه.
د عکس تشریح، د اسراییلو حکومت تېره میاشت د ۱۰۴ بندیانو پر خوشي کولو هوکړه وکړه.

اسراییلو ویلي، چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ به ۲۶ فلسطیني بندیان خوشي کړي.

د دغو فلسطیني بندیانو د خوشي کولو هوکړه د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د سولې د خبرو تر پیلېدا وروسته شوې ده.

فلسطیني چارواکو پر اسسراییلو تور لګولی و، چې ګني د سولې خبرو کې ځنډ او خنډ رامنځ ته کوي.

اسراییلو د تېرې یکشنبې پر ورځ په لوېديځه غاړه کې د ۱۲۰۰ نویو اسراییلو مېشت ځایونو د جوړولو حکم وکړ.

د اسراییلو د حکومت یوه ویاند وايي، له فلسطین سره د سولې هر راز خبرو ته خوشبین دي.

له ۱۹۶۷ کال راپدېخوا اسراییلو لوېديځه غاړه او د قدس ختیځ کې نژدې ۵۰۰ زره یهودان په ۱۰۰ مېشت ځایونو کې ځای پرځای کړي دي.

د نړیوالو قوانینو له مخې د اسراییلو د دغو مېشت ځایونو جوړول ناقانونه کړنه ده.

د اسراییلو له زندانونو ۱۴ خوشي کېدونکي بندیان د غزې دي، ۱۲ نور بیندان د لوېديځې تراډې اوسېدونکي دي.

او اته نور بندیان به راتلونکو درېیو کلونو کې خوشي شي، چې د دوو بندیانو د بند موده تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړېدونکې ده.

د اسراییلو د دفاع وزیر موشي یعلون، عدلیې وزیرې تسیبي لیفني، د زندانونو د مشرانو او ځینو نورو وزیرانو غونډه کې د فلسطيني بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وشوه.

په پام کې وه چې د دې غونډې مشري لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وکړي، خو د ناروغۍ له کبله غونډې ته حاضر نه شو.

احتجاج

نوموړي حکومت ته په یوه اعلامیه کې ویلي: "که چېرې کوم خوشي کېدونکی بندي د اسراییلو ضد کړنه وکړي، نو د بند مودې بشپړولو لپاره به بېرته زندان ته ستون شي".

د ځینو قربانیانو د کورنیو غړو د تېرې یکشنبې په ورځ د اسراییلو د سترې محکمې مخې ته احتجاج کړی و، او د بندیانو د خوشي کولو پرضد یې شعارونه ورکول.

د اسراییلو حکومت تېره میاشت د ۱۰۴ بندیانو پر خوشي کولو هوکړه وکړه.