مصر کې د وژل شويو کسانو شمېر ۴۶۴ ته رسېدلی

په مصر کې حکومتي چارواکي وايي د بېړني حالت له نافذېدو وروسته وضعيت ارام دی، خو د چارشنبې په ورځ د تاوتریخوالي په پېښو کې له ۴۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
دوی وايي د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ نښتو کې تر ۳۰۰۰ زیات نور کسان ټپیان دي.
د وژل شویو په منځ کې ۴۳ پولیس هم شامل دي.
خو اخوان المسلمين د چارشنبې په ورځ په قاهره کې د اعتراض کوونکو د کمپونو د نړولو پر مهال د خپلو ۲۰۰۰ پلويانو د وژل کېدو ادعا کوي.
په پلازمېنه قاهره کې تاوتريخوالی د احتجاج کونکو د کمپونو له نړولو وروسته پیل شو.
خو اخوان المسلمین ویلي نن پنجشنبه ناوخته بيا د احتجاج پلان لري.
بېړنی حالت
د مصر ولسمشرۍ وروسته له هغه چې د احتجاجيانو پر غونډ ځايونو د امنيتي ځواکونو يرغل پر مهال سلګونه کسان ووژل شول، د بيړني حالت اعلان کړی دی.
د شپې مهال د ګرځبندیز له اعلان وروسته د قاهرې په النصر سیمه کې سلګونه کسان په یوه جومات کې د دې لپاره یوځای شول، چې د خپلو وژل شویو خپلوانو جسدونه د ښخولو لپاره تر لاسه کړي.
د احتجاجونو دغو ځايونو کې د پخواني ولسمشر محمد مرسي پلويان راغونډ شوي وو، چې د تېر جولای لومړيو کې د پوځ له لوری له دندې ګوښه کړی شو.
خو اخوان المسلمين چې د دغو احتجاجونو تر شا و، وايي په پېښو کې څه د پاسه ۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي.
بېړنی حالت په ځايي وخت د چارشنبې له غرمې وروسته ۴:۰۰ بجو پيل شوی او يوه مياشت به روان وي.
د مصر ولسمشرۍ اعلاميې ويلي دغه تدبير ځکه نيول شوی، چې "د هېواد امنيت او نظم د قصدي ورانکارۍ او پر عامو ودانيو بريدونو او هم د توندلارو ډلو له لوري د وژنو له امله له خطر سره مخامخ و".

د مصر مرستيال ولسمشر محمد البرادعي د تاوتريخوالي پېښو پايله کې له منځمهالي حکومته د استعفی اعلان کړی دی.
نړيوال غبرګونونه
په مصر کې تاوتریخوالی په نړیواله کچه سخت غندل شوی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ويلي له مظاهره چيانو سره له تاوتريخوالي ډک چلند چې د پخلاينې خبرو ته يې سخت ټکان ور کړی، د غندلو وړ دی.
ښاغلي کېري ويلي دا به په مصر کې د پخلاينې هڅې لا ستونزمنې کړي.
ده وويل: "دا د مصريانو لپاره يوه ډېره مهمه لحظه ده. د تاوتريخوالي لار هېواد بې ثباتۍ، تباهۍ او بد وضعيت ته ور ټيل وهي".
د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاترين اشټون هم د مظاهره چيانو پر وړاندې د زور کارول غندلي دي.
بانکي مون ويلي، دا د افسوس خبره ده چې مصري چارواکي پر خبرو زور کارولو ته لومړيتوب ورکوي.
ده په يوه وينا کې وويل: "ماته معلومه ده چې د مصر ډېری خلک د امنيت، خوشحالۍ او د جمهوريت پر لوري تلل غواړي".
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاترين اشټون هم په مصر کې د تاوتريخوالي غندنه کړې، ويلي يې دي چې د مصر خلک يوازې د مصر او نړيوالې ټولنې په هڅو غواړي چې يو دموکراتيک هېواد ولري.
د برتانيا لومړي وزير په مصر کې د روان حالت په اړه په خپل غبرګون کې ويلي چې، په تاوتريخوالي هېڅ ستونزه نه هوارېږي.
ده ويلي چې مصر ته په کار ده د جمهوريت پر لوري ولاړ شي او د دې لپاره اړينه ده چې ټولې غاړې پخپل منځ کې موافقه وکړي.
ترکيې په قاهره کې رامنځته شوې پېښه قتل عام بللې او ايران ويلي چې اوس په مصر کې د کورنۍ جګړې شونتيا مخ په ډېرېدو ده.
اروپايي هېوادونو هم په مصر کې د روان وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړې ده.
فرانسې په قاهره کې د تاوتريخوالي غندنه کړې او جرمني ويلي دي چې په مصر کې وضعيت اوس يوه خطرناک حالت ته رسېدلی دی.
د بشري حقونو د مسایلو برخه کې د اروپايي اتحادیې ویاند پېټر ستانو بي بي سي ته وویل، اروپايي ټولنه به یوه حل ته د رسېدو لپاره له ټولو خواوو سره پرله پسې ګډ کار وکړي.








