ګولۍ چې د موږکانو ژوند اوږدوي

يوې څېړنې ښوولې چې د شکر ناروغۍ ګولۍ د زړښت ضد اغېز لري او د نارينه موږکانو ژوند اوږدوي.
ساينسپوهان باور کوي دغه درمل چې مېټفورمېن نومېږي کېدی شي د کلرۍ (انرژۍ واحد) خورا زيات محدوديت اغېزو تقليد وکړي.
دغه رژيم، چې د خورا ټيتې کلرۍ خوړو پر خوراک ولاړ دی، فکر کېږي له روغ عمر سره مرسته کوي.
څېړونکيو په خپله څېړنه کې، چې په (نېچر کميونيکېشن) جورنال کې خپره شوې، ويلي د دوی موندنو له مخې دا خبره چې پر انسان به يې اغېزې څه وي، روښانه نه ده.
د امريکا مريلنډ بالټيمور کې د زړښت ملي انسټيټيوټ رافايل ډې کبو وايي په ازمويښتي حيواناتو کې د کلرۍ محدوديت ښوولې چې د دوی د ژوند موده ورسره غځېږي.
د ده ډله د درمل خوراک په څېر يوې داسې مداخلې پلټنه کوي، چې کېدی شي دغه ډول اغېزې ولري.
مېټفورمېن داسې درمل دی چې د شکر ټايپ۲ بڼې درملنې لپاره يې په پراخه سپارښتنه کېږي.
دغه ناروغي تر ډېره په هغو خلکو کې وي چې عمرونه يې له ۴۰ لوړ وي.
دغه درمل د ميټابوليک سينډروم، د شکر ګډو ډولونو، د وينې لوړ فشار او چاغوالي درملنه کې هم کارول کېږي.
پخوانيو تجربو ښولې وه چې مېټفورمېن د چينجيو په څېر ساده عضويت ژويو د ژوند موده اوږدولی شي، خو د مچانو او تی لرونکو څېړنې يې بيا پر خلاف بېلګې ورکړې وې.
ساينسپوهانو د مېټفورمېن درمل دوو بېلو اندازو يوه اندازه د منځني عمر نارينه موږکانو ته ورکړې، او ويې موندله چې ټيټه اندازه درمل د دوی د ژوند موده ۵٪ سلنه اوږده کړې، او هم يې د عمر سره تړلو نارغيو پيل ځنډولی دی.
خو دوی ويلي د مېټفورمېن لوړه اندازه زهرجنه وه، او د موږکانو د ژوند موده يې کمه کړې ده.
ډاکټر ډې کبو وويل د دې خبرې معلومولو لپاره چې مېټفورمېن دې د انسان پر روغتيا او يا هم د ژوند مودې څه اغېز ولري، لا نورو څېړنو ته اړتيا ده.
ده وويل "دا ډېرې له هيلو ډکې پايلې دي، چې د کلېنيکي څېړنو له لارې يې بايد انسانانو کې کتنه وشي".
ده وويل د اوسمهال تر ټولو غوره سلا دا ده چې په ښه نظام خوراک او هم بدني تمرين (سپورټ) وشي.








