د نړۍ روغتیايي ټولنې کلنۍ شمېرې خپرې کړې

د نړۍ روغتيايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د روغتيايي حالت په اړه خپله کلنۍ شمېره خپره کړې ده.
د ټولنې په وينا، سږکال د کوچنيانو د مړينې د کچې په برخه کې د خوشحالۍ خبرونه شته، که څه هم پرمختگ په کې هومره نه دى چې ملگرو ملتو يې هيله درلوده.
د رپوټ نورې برخې روغتيايي خدمتونو او درملو ته پر نابرابر لاسرسي او له ناروغتيايي خوراک څخه پر راپيدا شويو ستونزو راټولې دي.
په دې اړه د ايموجين فاکس رپوټ کې کښل شوي، چې ملگري ملتونه هيله مند و چې د ١٩٩٠ څخه تر٢٠١٥ کال پورې د ماشومانو د مړينې کچه دوه پر درې کمه شي.
خود روغتيا د نړيوال سازمان شمېرې ښيي چې دغه هدفونه نه دي ترلاسه شوي. له دې سره سره له پنځه کلونونه د ټيټ عمر ماشومانو د مړينې کچه کمه شوې ده. په داسې حال کې چې پر ١٩٩٠ کال کې ۱۲ ميليونه ماشومان مړه شوي وو ،خو په ٢٠١١ کې دغه شمېر ه له اوه ميليونو کمه شوې ده.
خو د مېندو د روغتيا په اړه اندېښنې پرځاى پاتې دي او دا ځکه چې هره ورځ نړۍ کې اته سوه ميرمنې د ماشومانو د زېږون پر مهال مري.
په ډېرو هيوادونو کې مېندې کورني پلان او ميندوارۍ پر مهال خدمتونو ته لاسرسى نه لري. د روغيتا د نړيوال سازمان په کلني رپوټ کې يوشمېر نورو فکتورونو ته هم گوته نيول شوې چې د خلکو روغتيا ته يې زيان اړولى.
سازمان وايي د څښاک د اوبو کمښت او د کانالايزاسيون د سيستم نه شتون د د ووه نيم بیليونوخلکو روغتيا ته زيان اړوي.
همدارنگه د سازمان د دې رپوټ له مخې د نړۍ سم نيمايي هېوادونه اړين درمل او امکانات نه لري چې خپلو خلکو ته روغتيايي خدمتونو ترسره کړي.
خو د رپوټ په ځينو نورو موندنو کې د نړۍ د بدلېدو خبره هم شوې ده.
د بيلگې په توگه د ختيځې اروپا د ډېرو هېوادونو پرتله چين کې د ماشومانو د منځنۍ عمرموده ډېره شوې ده.
په رپوت کې داهم ويل شوي دي، د دې تر څنگ چې د خوړو کمښت د ميليونونو ماشومانو ژوند اغيزمن کړى، چاغوالي هم ورته اغيزې درلودلې اوله ١٩٩٠ کال راهيسې په اروپا کې د چاغو ماشومانو شمېر دوه برابره شوى دى.








