د نړۍ نژدې یو میلیارد وګړي د وینې لوړ فشار لري

د وینې د فشار لوړوالي له کبله هر کال په نړۍ کې نهه میلیونه کسان مري چې په تېرو ۲۵ کلونو کې څلوېښت سلنه زیاته شوې ده.
د وینې فشار د زړه، مغزي سکتې او معلولیت د ناروغیو یوه څرګنده بېلګه ګڼل کېږي.
دغه ناروغي چې د چوپه خوله وژونکي په نامه هم یادېږي، معمولاً د څرګندو نښو له ښکاره کېدا پرته پرمختګ کوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل په افغانستان کې د دغې روغتیا د ډېرېدو خبره کوي او وايي چې د ګڼو خلکو د مړینې لامل ګرځي چې په وینا یې په ډېر لږ لګښت یې درملنه کېدای شي:
"غیر ساري ناروغۍ د نړۍ د یو پر درې وګړو د مړینې سبب کېږي. دغه شمېره درشت او اندېښمنوونکې ده. په افغانستان کې د ۲۰۱۰ کال سروې ښودلې چې د وینې د فشار په ګډون د ناساري ناروغیو په پایله کې ۳۵ سلنه مړینې ددغې ناروغۍ له کبله رامنځ ته کېږي".
د ورزشت په څېر د فعالتیونو نشتوالی، ډېر غوړ او ډېر سره شوي او مالګین خواړه خوړل او روحي فشارو په افغانستان کې ددغې ناروغۍ د ډېروالی اصلي عامل ګڼل شوی دی.
که څه هم دا مهال په افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر نه دی مالوم، خو روغتیايي چارواکي د ناروغۍ د ډېروالي خبره کوي.
د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکتور د څارنې او ارزونې مشر ډاکټر نجیب نعیمي پر همدې نظر دی:
"تر اوسه کومه دقیقه سروې نه ده شوې، خو له روغتونونو راغلي رپوټونه ښيي، چې دغه ناروغي ورځ تر بلې ډېرېدونکې ده. د دغه ګواښونکي وضعیت لپاره باید وقایوي چارې ګړندۍ او عامه پوهاوی ډېر کړو او ددغې خاموشې ناروغۍ مخه ونیول شي".
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، ددغې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د امکاناتو د ډېروالي سربېره، د وګړو د لا ډېر عامه پوهاوي هڅه کوي.
دا مهال په ګرده نړۍ کې د وینې له لوړ فشاره نژدې یو میلیارد خلک کړېږي. د افغانستان په څېر په وروسته پاتې سیمو کې د لوړ عمر هرو پنځو کسانو کې دوه یې دغه ناروغي لري.








