اسپانیا کې د اورګاډي اوښتو ۷۸ کسان وژلي

د اسپانیا شمال ختيځ کې یو اورګاډی له پټلۍ وتلی، چې لږترلږه ۷۸ کسان په کې وژل شوي دي.
د اسپانیا د اورګاډو شرکت (رینیف) ویلي، ۱۳ ټایر لرونکی اورګاډی شمالي سانتیاګو دي کومبوستیلا ښار کې له پټلۍ ووت، چې دوه څلور ټایرونه یې ووتل.
د دغه شرکت ویاند فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي "ګڼ کسان وژل شوي او یو شمېر نور سخت ټپیان دي".
د پېښې له ځایه خپرو شویو انځورونو کې ماتو شویو ټایرونو ته نژدې مړي لیدل شوي، چې ژغورندویه ډلې د ژوبلو شویو کسانو پر ژغورنې بوختې دي.
شنونکو دا اسپانیا کې د څلورو لسیزو پرمهال د اورګاډو تر ټولو ډېره ناوړه پېښه بللې ده.
"د ډانټي دوزخ"
د ولایتي حکومت مشرې البرټو نونیز فیخو د وژل شویو شمېر تایید کړی، خو له کادینا سیر رادیو سره یې خبرو کې ویلي چې د اورګاډي د پېښې د لامل په اړه خبرې تر وخت وړاندې دي.
فرانس پرېس د نوموړې له قوله ویلي چې "د اورګاډي پر پټلۍ ګڼ مړي پراته دي. دا د ډانټي جحیم غوندې ښکاري".
هغې دا هم ویلي، شاید له پټلۍ د اورګاډي وتل یوه ناڅاپي پېښه وي، نه یو تخریبي کړنه:
یوه چارواکي ویلي "دا لیرې ګڼل کېږي، چې د یوېتخریبي کړنې او یا برید پایله کې دې پېښه رامنځ ته شوې وي".
د اسپانیا لومړي وزیر ماریانو راخوی د وزیرانو یوه بېړنۍ غونډه ورغوښتې ده او د پېښې د ځای سم لاسي لیدنې امر یې کړی.
نوموړي پر خپله ټویټر وېبپاڼه ویلي چې "سانتیاګو کې د اورګاډي د وېروونکې پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي او همدردي شریکوم".
سیمه ییزو چارواکو د ټپیانو لپاره له سیمه ییز خلکو د وینې د ورکولو غوښتنه کړې.
چارواکو ویلي، نژدې ۳۲۰ ملي اسپانوي پولیس سیمې ته رسېدلي دي.
نندارتون

مادرید کې د بي بي سي خبریال ټام باریج د پنجشنبې په ورځ ویلي، سیمه کې پنجشنبه رخصتي ده، ځکه چې ګڼ خلک له رخصتیو خوند اخلي.
اټکل و، چې زرګونه مسیحیان به سانتیاګو دي کومبو ستیلا ته د پاپ جیمس د کلیزې په مناسبت د یوه لوی نندارتون لپاره ورشي.
د ښاري سیاحت شورا د اورګاډي له پېښې وروسته نندارتون لغوه کړ.
د اسپانیا د اورګاډو شرکت له مخې، په دې اورګاډي کې ۲۱۸ کسان وو، چې له مادریده سانتیاګو دي کومبوستیلا ته روان وو.








