نيلسن منډيلا پنځه نوي کلن شو

د ملي کانگریس گوند وايي ښاغلي منديلا خپل ټول ژوند د جنوبي افريقا دخلکو او ټولې نړۍ د آزادۍ لپاره مبارزه کړې.
د عکس تشریح، د ملي کانگریس گوند وايي ښاغلي منديلا خپل ټول ژوند د جنوبي افريقا دخلکو او ټولې نړۍ د آزادۍ لپاره مبارزه کړې.

د جنوبي افريقا پخوانى ولسمشر او توکمیز تبعیض ضد مبارز نيلسن منډيلا د زوکړې پنځه نويمه کليزه په روغتون کې تېروي چېرې چې د سږو د ميکروبي کېدو له کبله يې درملنه کېږي او سخت ناروغ دى.

ناروغي يې د زوکړې سږني کليزې ته ځانگړى حالت ورکړى او د جنوبي افريقا خلک به په دې ورځ د پخواني ولسمشر په درناوي دخير ښيگڼې پراخ فعاليتونه ترسره کوي.

لکه څنگه، چې دبي بي سي خبريال مايک ولدريج له جهانزبورگ څخه په خپل دې رپوټ کې ليکي، د ښوونځي ميليونونه زده کوونکي به د جنوبي افريقا په لرو بر کې نيلسن منديلا ته د خوشالې زو کړې د سندرو په ويلو او د هغه روغتيا ته په دعاگانو سره نن ورځ پيل کړي.

له دې وروسته به دښوونځيو او د يتيمانو د استوگن ځايونو او روغتونونو د ترميمولو چارې ترسره شي او بيوزلو کورنيو ته به خواړه وويشل شي.

په ټوله کې د جنوبي افريقا خلک به لږ ترلږه ۶۷ دقیقو کې د خيرزښيگڼې او ياهم يوې ټولنېزې چارې ترسره کړي. د دې معانا داده چې ښاغلي منډېلا د خپل ژوند ۶۷ کلونه د قانونپوه، سياسي فعال، زنداني او ولسمشر په توگه د خلکو په خدمت کې تېر کړي دي.

د جنوبي افریقا نېشنل کانګریس ګوند وایي، نېلسن منډیلا ټول عمر د خلکو خدمت کړی.

د جنوبي افريقا وروستى سپين پوستي ولسمشر ډې کلارک وايي پخلاېنې ته د ښاغلي منډېلا ژمنتيا او بېلگې ته په کتو سره د جنوبي افريقا ټول ولس کولاى شي پر هغه ووياړي او ټول کولاي شي چې هغه دځان وبولي او د زوکړې ورځ يې بايد د " چوپ او سوله ييز فکر " ورځ وي.