اوباما منډېلا د نړۍ لپاره د الهام سرچینه بللی
ولسمشر اوباما په جوهانسبورګ کې د نیلسن منډیلا د کورنۍ د غړو سره د لیدو پر مهال د هغه پیغام په اړه خبرې کړي چې د سویلي افریقا دغه پخواني ولسمشر د نړۍ خلکو ته ورکړی دی.
ښاغلی مندیلا په نازک روغتیايي حالت کې له څوو ورځو راهیسې په روغتون کې بستري دی.
ښاغلي اوباما د خپلواکې سویلي افریقا د جوړولو په برخه کې د نژاد پرستۍ ضد دغه مشر ژور اغیز ته درناوی وکړ.
هغه دغه راز د نیلسن مندیلا میرمنې ګراچا میشل سره هم په تلفون خبرې وکړې چې اوسمهال د ښاغلي مندیلا سره په روغتون کې ده.
هغې وویل هغې د ولسمشر اوباما له وینا نه چې په سوویتو پوهنتون کې یې افریقايي ځوانانو ته کړې، قوت اخیستی دی.
تر دې وړاندې پولیسو په سوویتو کې پر هغو لاریونیانو د بې حسه کولو لاسې بمونه کارولي چې د ولسمشر په سفر یې اعتراض کړی وو.




