د پاکستان ولسمشریزې ټاکنې اګست کې کېږي

- Author, طاهرخان
- دنده, اسلام اباد
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې د روان کال اګست میاشتې پر شپږمه به د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي. د اصف علي زرداري د ولسمشرۍ موده د اګست پر اتمه پای ته رسېږي.
د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر د واکمنۍ تر مودې پای ته رسېدو یوه میاشت وړاندې باید ولسمشریزې ټاکنې وشي.
د اصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر ویلي، چې ښاغلی زرداري راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې بیا ځان نه کاندیدوي.
بابر دا ګنګوسې هم رد کړې، چې ګني زرداري به د واکمنۍ له پای ته رسېدا یوه میاشت مخکې استعفا وکړي.
پاکستان کې ولسمشر د ملي اسمبلۍ، مشرانو جرګې او څلورو ایالتونو د اسمبلیو له خوا نوی ولسمشر ټاکل کېږي.
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د سې شنبې په ورځ (جولای ۱۶) وویل، چې د کمیسیون مشر فخرالدین جې ابراهیم د ټاکنو د نېټې ټاکل تایید کړي دي.
د دغه کمیسیون ویاند ویلي، چې ولسمشرۍ ته کاندیدان کولی شي د روان جولای تر ۲۴ خپل اسناد کمیسیون ته وسپاري.
د ویلو ده چې واکمن مسلم لیګ (ن) او لوی اپوزیسیون پیپلز ګوند ولسمشرۍ ته خپل کاندیدان لا نه دي اعلان کړي.
ملي اسمبلۍ کې د پیپلز ګوند پارلماني مشر سید خورشید شاه وايي، د اپوزیسیون ډلو له خوا د یوه کاندید ټاکلو لپاره به له نورو ګوندونو او ډلو سره خبرې وکړي.
د پاکستان حکومتي سرچینې وايي، واکمن مسلم لیګ (ن) شاید له کوچنیو صوبو خپل کاندید وتاکي؛ ځکه چې لومړی وزیر له لویو صوبو انتخاب شوی دی.

رپوټونه وايي، دغو ټاکنو ته شاید د لومړي وزیر نواز شریف د ملي سلامتیا سلاکار سرتاج عزیز ټاکنو ته ودرېږي.
سرتاج عزیر د خیبر پښتونخوا اوسېدونکی دی.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري اوسمهال دوبۍ ته په شخصي سفر تللی.
نوموړی له دوبۍ لندن ته روان دی.
بهر ته د ښاغلي زرداري له سفر سره هم مهاله، ځینو پاکستاني رسنیو رپوټونه خپاره کړل، چې ګني زرداري شاید له وخت وړاندې استعفا وکړي او بېرته ستون نه شي.
خو د ولسمشر ویاند دغه رپوټونه رد کړل او وايي، چې ښاغلی زرداري به د روانې میاشت تر پایه هېواد ته ستون شي.








