شاه رخ غواړي نجونې یوازې د ده له هنر سره مینه وکړي

د هندوستان د فلمي لوبغاړې جیاخان له ځانوژنې وروسته بالیووډ کې د هغې همکاران او دوستان سخت خواشیني دي.
له هغه لیکه، چې د هغې له مړینې وروسته تر لاسه شوی، معلومه شوې، چې نوموړې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وه او دا چې په څومره سختو حالاتو کې یې د ژوند ختمولو پرېکړه کړې.
له بي بي سره د خبرو پر مهال د جیا خان مور رابعه خان ویلي، چې نوموړې له کوچینوالي غوښتل فلمونو کې رول ولوبوي.
" هغه چې شپږ کلنه وه، د رنګیلا فلم سندرو سره یې نڅا کوله."
له دې مخکې ویل کېدل، چې جیا ته فلمونو کې رول نه ورکول کېدل د هغې د ځانوژنې سبب دی، خو مور یې رابعه خان وايي" جیا د کار په لړ کې اندېښنه نه درلوده، له پیل راهیسې یې داسې رول لوباوه، چې خوښ یې و، یوه فلم کې رول ورکړل شوی وو او ورته ویل شوي وو، چې باید خپل وزن ډېر کړي."
هغې زیاته کړه، هغه یوه پاک زړې، خواریکښه او دینداره نجلۍ وه، چې هر وخت یې خدای یاداوه.
بل لور ته د بالي ووډ په مشهورو هنرمندانو کې د شاه رخ خان نوم د سر په کتار کې یادېږي او ویل کېږي، چې ډېرې نجونې د نوموړي د هنر مینه والې دي، خو هغه بیا برعکس فکر کوي.
نوموړی نه غواړي، نجونه له ده زیات د بل هنر مند په اړه فکر وکړي. د خپل نوي فلم چنای ایکسپریس په باب د خبرو پر مهال نوموړي وویل:
" لومړی ځل له یوه داسې ډایریکټر( ښوونکي) سره فلم جوړوم، چې نجونه ورسره له ما هم ډېره مینه لري."
د نوموړي په خبره " که دویم ځلې له هغه سره یو ځای فلم جوړ کړم، د هغه پر خولې به ټوکر تړم."
چنای ایکسپریس د روهیت شیټي په لارښوونه جوړیږي، چې د ګول مال او سنګم فلمونو لپاره ډېر مشهور دی. په پام کې ده، چې دغه فلم د عید په ورځ نندارې ته وړاندې شي.







