د سفر اسانه کولو لپاره الوتونکی بایسکل جوړېږي

په چک جمهوریت کې څېړونکو له داسې یوه بایسکل نه پرده پورته کړې ده چې کولای شي په پنځو دقیقو کې څو متره والوځي.
دا بایسکل په ریموټ کنټرول کنترولېږي او ۹۵ کیلو ګرامه وزن لري. د دې بایسکل لومړڼې ازموینه د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې په یوه نندارتون کې ترسره شوه.
یو کس لیږدولی شي خو البته په ازموینه کې یې یو مصنوعي سړی پرې ناست و.
دوه بیټرۍ لري او کولای شي چې د ترافیکو په مینځ کې کوږ وږ حرکت هم وکړي.
ویل شوي تراوسه دا بایسکل د دې جوګه نه دی چې که په یوځای کې ترافیک ډېر وي چې له هغه ځایه والوزي او بیا مخ په وړاندې لاړ شي.
ځکه چې بیټرۍ یې دومره پیاوړې نه دي چې تر ډېره پورې د بایسکل د الوزولو توان ولري یوازې څو دقیقې کار کوي له کاره وځي څو بیا چارچ شي.
څیړونکي وايي تر راتلونکو لسکو کلونو به د دې بایسکل بیټرۍ پیاوړې کړای شي بیا به خلک کولای شي چې همدغه بایسکلونه د سپورت، سیل او نورو چارو لپاره وکاروي.

خو یوه خبره د یادولو ده چې دا لومړی ځل نه دی چې دغه ډول یو بایسکل جوړ شوی دی.
په ۲۰۰۹ کال کې د ای ټي یوه ښوونکي یو ورته بایسکل جوړ کړ چې الوتونکی بایسکل نوم یې پرې کیښود. هغه برتانیا کې دغه بایسکل والوځاوه.
د هغه بایسکل د هوايي چلند له ادارې سره ثبت دی او کولای شي چې څه باندې ۲۵ کیلو ګرامه وزن ولیږدوي او په یو ساعت کې ۳۲ کیلومتره واټن وهي.
دا خبره هم د یادولو ده چې دا بایسکلونه بیخي جګ نه الوزي بلکې د ځمکې له سحطې نه یو څه پورته وي چې ټایرونه یې پر ځمکه نه لګېږي.








