د چین یو بل فضايي ماموریت

فضا ته په استولې شوې درې کسیزه ډله کې یوه ښځه هم ده چې له فضا نه به پر ځمکه محصلینو ته د فضا په اړه درس ورکوي.
د عکس تشریح، فضا ته په استولې شوې درې کسیزه ډله کې یوه ښځه هم ده چې له فضا نه به پر ځمکه محصلینو ته د فضا په اړه درس ورکوي.

درې ستورمزلي د بیجنګ په سیمه ییز وخت د سهار په ۹ بجو او ۳۸ دقیقو د انر منګولیا په سیمه کې له یوې فضايي اډې نه د فضا په لور روان شول.

دوی په مارچ ایف دوه ډوله راکټ کې چې قومنده یې د نۍ هیشینګ په غاړه ده فضا ته لاړل.

په دې درې کسیزه ډله کې یوه ښځه هم ده چې له فضا نه به پر ځمکه محصلینو ته د فضا په اړه درس ورکوي.

وانګ یاپینګ په چین کې دويمه ښځینه ستورمزلې ده، خو دا به لومړی ځل وي چې یوه ستورمزلې له فضا نه پر ځمکه محصلینو ته درس ورکړي.

د ستورمزلو دغه درې کسیزه ډله به په دغه ماموریت کې چې د شینزو لس په نامه یاد شوی څه کم دوه اوونۍ په فضا کې تېرې کړې.

تر دې مخکې هم چینایانو فضايي ماموریتونه ترسره کړي، خو دا ځل بیجینګ هیله من دی چې دا ماموریت به نورو فضايي ماموریتونو ته هم لاره هواره کړي.