محمد رضا عارف د ایران له ولسمشریزو سیالیو تېر شو

د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ کاندید محمد رضا عارف له خپلې کاندیداتورۍ او ټاکنیزې سیالۍ تېر شوی دی.
ښاغلی عارف پر خپلې شخصي وېبپاڼې ویلي، چې د دوشنبې ورځې پر ماښام یې د مخکني ولسمشر محمد خاتمي له خوا یو لیک ترلاسه کړی.
نوموړی وايي "د ولسمشرۍ د ټاکنو په یوولسم پړاو کې یې زما حضور د مصلحت په ګټه ونه باله".
ښاغلي عارف وړاندې لیکلي چې: "د ښاغلي خاتمي د څرګند نظر او د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو د تجربو له مخې، غواړم راتلونکو ټاکنو ته له خپلې کاندیداتورۍ تېر شم".
محمد رضا عارف پخپلو څرګندونو کې د کوم بل کاندید څرګند ملاتړ نه دی کړی، او نه یې هم د حسن روحاني او یا کوم بل کاندید نوم اخیستی.
د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته دغه مخکني ولاړ کاندید ویلي چې "د ایران د ستر ملت د ګټې په خاطر له خپلې نوماندۍ تېر شوم".
نوموړي ټاکنو ته کاندیدېدل هم "حق او هم ګران کار" بللی دی.
په پای کې ښاغلي عارف د خپل هېواد له وګړو مننه کړې ده او وايي چې "په هر ډول وضعیت کې به یې تر شا ولاړ یم".
مخکې محمد رضا عارف ویلي وو، د محمد خاتمي د تمرکز په صورت کې به ټاکنیز ایتلاف ومني.
ښاغلی عارف د ولسمشرۍ دویم کاندید دی، چې په دوشنبې (جوزا/غبرګولي ۲۰) له کاندیداتورۍ تېر شوی.
مخکې د ولسمشرۍ یو بل کاندید حداد عادل هم پر همدې ورځ له خپلې نوماندۍ تېر شو.








