القصير کې "سخته جګړه" روانه ده

د سوريې حکومت وايي د دغه ښارګوټي بيا نيولو ته نژدې شوي دي.
د عکس تشریح، د سوريې حکومت وايي د دغه ښارګوټي بيا نيولو ته نژدې شوي دي.

د سوريې القصير ښارګوټي کې د مخالفانو يوه فعال بی بي سي ته ويلي د مخالفو جنګياليو لسګونه ملاتړي نن سهار رسېدلي چې هلته د حکومتي ځواکونو او حزب الله جنګياليو پروړاندې جګړې سره مله شي.

ده وويل شاوخوا ۳۰ زره خلک په دغه ښارګوټي کې پاتې دي.

د سوريې حکومت وايي د دغه ښارګوټي بيا نيولو ته نژدې شوي دي.

خو د مخالفانو دغه کس د سوريې ادعا پر خلاف بيا وويل مخالف جنګيالي د ښارګوټي پر ۸۰ سلنه ولکه لري.

سوريې په ال القصیر ښار کې د هادي په نامه يوۀ حکومت مخالفي فعال بي بي سي ته وويل حکومت مخالفي ملاتړي ځواکونه سيمې ته له را رسېدو دوه ساعته وروسته د حزب الله له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل شول.

له حلب ښار نه را رسېدلي رپوټونه وايي شاو خوا زر تنه ياغيانو په القصیر کې له شته وسله والو سره چې د جګړې په اصلي ډګر بدل شوى د يو ځاى کېدو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه او دا حقيقت چې ځينو سيمې تا لار ومونده نور به هم د ې چارې ته وهڅوي.

دغې سرچينې په القصیر کې وضع ډېره خرابه ښووله او وې ويل چې سلګونه ټپيان بې دارو درمله په القصیر ښار کې په جګړه کې اېسار پاتي دي.

"خلک دلته وژل کېږي، موږ پرون له دې سيمې نه د ټپيانو د اېستلو هڅه وکړه، دا لسم ځل دى چې موږ د ټپيانو د اېستلو هڅې کوو. نن سهار مو هم هڅه وکړه خو د بريدونو له امله پاتې راغلو. دلته ډېره مرګ ژوبله اوښتې. چې ډيرى يې ولسي وګړي دي، ښځې او ماشومان دي. کله چې موږ د خلکو د اېستلو هڅه کوله ډېره ګډوډي وه، هغوى هر لوري ته څغاستل نه پوهېدل چې چېرې لاړ شي."

وړاندې حکومتي ځواکونو دا ادعا کړې وه چې د حزب الله د جنګياليو په ملاتړ يې له يرغلييزو عملياتو وروسته القصیر ښار نژدې بېرته نيولى.

خو دغې سرچينې دا ادعا رد کړه او وايي ال القصیر قابو اتيا سلنه د حکومت مخالفو وسله والو په ولکه کې دى.