عراق تازه پېښو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي

د مې د میاشتې په ۲۰ نېټه د عراق په قومي شخړو کې له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول.
د عکس تشریح، د مې د میاشتې په ۲۰ نېټه د عراق په قومي شخړو کې له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول.

عراق کې په تازه تاوتریخوالي کې لږ ترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

پنځه تنه هغه مهال ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول، چې د صدر په ښارګوټي کې په یوه بس کې چادونه وشوه.

په شمالي ښار موسل کې بیا د وسله والو کسانو او پولیسو ترمنځ په شخړو کې لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي دي.

په همدې ښار کې یوې چادونې یو بل پولیس هم وژلی دی.

دغه راز د تکریت ښار په ترمیه سیمه کې یوه ځانمرګي چاودنې دوه کسان ووژل او دوه نور بیا د یوه وسله وال له خوا په ډزو ووژل شول.

تر دې وړاندې د تېرې دوشنبې په ورځ هم د بغداد په شیعه مېشتو سیمو کې د چادونو له امله ۶۶ کسان ووژل شول.

په عراق کې تاوتریخوالي په داسې مهال ډېر شوی چې په دغه هېواد کې قومي کړکېچ هم مخ په ډېرېدو دی.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو استازي مارتین کوبلر پر ټولو عراقي مشرانو غږ کړی، چې د ولسي خلکو ژوند خوندي کړي.

نوموړي په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا د عراقي مشرانو دنده ده چې د وینو تویدو مخه ونیسي.

خو په عراق کې له تېر کال راهیسې د شیعه ګانو چې حکومت یې په لاس کې دی او سنیانو ترمنځ کړکېچ پیل شوی دی.

سنیان د نوري المالکي په مشرۍ حکومت تورنوي چې هغوی ته په سپګه ګوري، خو حکومت دغه خبره ردوي.

په همدې حال کې صدراعظم نوري المالکي ویلي په امنیتي تګلارې کې به بدلونونه رامنځ ته کړي چې په خبره یې د قومي شخړو مخنیوي وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې د میاشتې په ۲۰ نېټه په قومي شخړو کې له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول.

ملګري ملتونه وايي د اپریل په میاشت کې له ۷ سوو ډېر کسان د عراق په قومي شخړو کې ووژل شوي او په روانه میاشت کې یې تر دې مهاله د وژل شویو کسانو شمېره له ۴۵۰ کسانو ډېره اټکل کړی دی.