عراق: موټر بم چاودنو کې ۶۶ کسان وژل شوي

د عراق پلازمېنه بغداد کې پولیس وايي، شیعه مېشتو سیمو کې د موټر بم چاودنو په نتیجه کې لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي دي.
دغه لږ تر لږه ۱۲ موټر بم چاودنې د ښار په مختلفو بازارونو کې شوې، چې یو شمېر کسان په کې ټپیان شوي هم دي.
دا وروستیو کې د عراق بیلو سیمو کې د فرقه ییز تشدد پېښې ډېرې شوې او دا چاودنې هم د دې لړۍ یوه کړۍ بل کېږي.
داسې ویره څرګندیږي، چې د تشدد دغه لړۍ د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کچې ته و نه رسېږي، چې زرګونه کسان په کې وژل شوي وو.
یو بم د بغداد په مرکزي برخه صدون واټ کې وچاودېد. یوه عیني شاهد زین العابدین وویل، چې څلور کلن ماشوم هم د دغه برید په ښکار شویو کسانو کې شامل و.
هغه وپوښتل"دغه خوارکي څه ګناه کړې وه؟ "
د ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، چې المالف سیمه کې ۶ کسان او حبیبیه سیمه کې ۱۲ کسان د دغه ډول بریدونو شکار شوي.
تر اوسه د دې پېښو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو له تېر کاله راهیسې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ ترینګلتیا ډېره شوې ده.
سنیان د لومړي وزیر نوري المالکي پر حکومت تور پورې کوي، چې له دوی سره تعصب کوي، خو حکومت دا تورونه ردوي.
نوري المالکي هوډ څرګند کړی، چې د عراق د سولې او ثبات تګلارې کې به ژر بدلونونه رامنځ ته کړي.
د نوموړي په وینا " سخت دریځي به و نه توانیږي، چې موږ بېرته د فرقه ییز فساد لور ته بیا ستانه کړي. "
تېره اونۍ عراق کې د بریدونو یوه لړۍ کې ۷۰ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
دغه پېښې د تېرو څو کلونو په موده کې دغه هېواد کې د تشدد ناوړه پېښې وې. د روانې میاشتې په اوږدو کې عراق کې ۴۵۰ کسان وژل شوي. دا دویمه پرله پسې میاشت ده، چې تشدد پېښو کې دغه هېواد کې له ۴۰۰ ډېر کسان وژل کېږي.








