برما کې بیا قومي نښتې پیل شوې

له برما رپوټونه وايي، چې د دغه هېواد په ختيځ کې یوځل بیا بودایان قهرېدلي او د مسلمانانو ځینو جوماتونو، خرڅلاو ځایونو او کورونو ته یې اور ورته کړی دی.
په برما کې تر څو اوونیو ارامۍ وروسته، یوځل بیا د بودایانو او مسلمانانو ترمنځ نښتې او شخړې پیل شوې دي.
ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي، دا شخړې وروسته تر هغو پیل شوې، چې یوه مسلمان یوه بودايي ښځه "وسوځوله".
د شان ولایت د لاشیو ښار د پولیسو مشر ویلي، هغه مسلمان یې نیولی، چې د ناتایید شویو رپوټونو له مخې یې یوه تېل خرڅوونکې ښحه وژلې ده.
د تېرې سې شنبې ورځې په وروستیو کې په سیمه کې ګرځبندیز ولګېد، چې تر بندیز وړاندې بودايي راهبانو "د مسلمانانو ځینې کورونه او جوماتونه ویجاړ کړي".
د دغه ښار چارواکو ویلي "اوس وضعیت ارام شوی دی".
د ښار اوسېدونکو ویلي، د مسلمانانو په ځینو خرڅلاو ځایونو او یوه ښوونځي کې اور لګول شوی دی.
برما کې د مسلمانانو او بودایانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې دي.
په دغه هېواد کې، چې مسلمانان یې د وګړو ۴ سلنه جوړوي، پر مسلمانانو د بودايي راهبانو له لوري بې موجبه بریدونه کېږي.
حکومت ویلي، په تېر مارچ میاشت کې ورته قومي نښتو لږترلږه د ۴۴ کسانو ژوند واخیست او زرګونه کسان له خپلو مېنو وتلو ته اړ شول.
څو ورځې مخکې، برما کې اووه مسلمانان مذهبي شړو ته د لمن وهلو په تور بندیان شول، خو لا تر اوسه یو بودایی هم نه دی نیول شوی.








