اوباما: د برما مسلمانان بايد ونه ځورول شي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د برما د ولسمشر تين سين مشرتوب له دې امله ستایلی چې خپل هېواد يې د اقتصادي او سياسي اصلاحاتو پر لور بېولی دی.
خو ولسمشر اوباما په برما کې د لږکيو مسلمان توکمو پر وړاندې د تاوتريخوالي له امله خپله ژوره اندېښنه په ډاګه کړه.
ښاغلي اوباما وويل، ده پتېيلې چې تين سين په هېواد کې د توکميز تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې واقعي هڅې کړي، خو وايي د خلکو بېځايه کېدل چې لامل يې تاوتريخوالی دی بايد ودرېږي.
ښاغلي سين په برما کې د مسلمانانو پر وړاندې د وروستي تاوتريخوالي په اړه وويل:"موږ بايد د تبعيض هر قسم ته د پای ټکی کېږدو، يوازې دا نه چې تاوتريخوالی ودرېږي، بايد د دغو جرمونو ټول عاملين محاکمه شي."
د بشري حقونو يو شمېر نړېوالو ډلو په وروستيو مياشتو کې په برما کې د مسلمانانو پر ضد د تاوتريخوالي له امله خپلې اندېښنې په ډاګه کړې دي.
تېره مياشت په مرکزي برما کې د تاوتريخوالي له امله لږ تر لږه ۴۰ کسه ووژل شول.
په ۲۰۱۲ کال کې د مسلمانانو او بودايانو ترمنځ ناکراريو کې نژدې ۲۰۰ کسه مړه شول او لسګونه زره روهېنګا مسلمانان له خپلو کورونو وتو ته اړ شول.
ولسمشر اوباما په لومړي ځل دغه هېواد د ميانمار په نوم ياد کړی، چې دغه نوم په ۱۹۸۹ کې پوځي واکمنانو پرې ايښی وو.
ښاغلی اوباما دغه څرګندونې له هغه وروسته کوي چې سپنې ماڼۍ ته له ۱۹۶۶ کال وروسته دا د برما د يوه مشر لومړنی سفر دی.
د امريکا ولسمشر وويل امريکا له دې امله د برما د مشرتابه د هڅو درناوی کوي چې ميانمار ته يې په يوه نوي لوري حرکت ورکړ.
ښاغلي سين د واشنګټن په جانز هاپکنز پوهنتون کې وويل چې د انتقال بهير تل له خطر سره مخامخ وي، خو زه او زما هېواد او زموږ خلک پرې پوهېږي چې څه ډول پر مخ ولاړ شو.
ده تاييد کړه چې هېواد يې له ګڼو ننګونو سره لاس او ګرېوان دی، خو ژمنه يې وکړه چې موږ به د اقتصادي او سیاسي اصلاحاتو لپاره نور ګامونه اوچت کړو.








