حزب الله:د سوريې جګړه کې ولسمشر اسد بري ته رسوو

د لبنان د پلازمېنې بیروت په یوې سیمې کې چې د حزب الله ګوند له خوا کنټرولېږي دوه توغندي لګېدلي دي چې له امله یې درې کسه ټپیان شوي دي.
دغه توغندي داسې مهال لګېږي چې د لبنان د حزب الله ګوند مشر حسن نصرالله ویلي وو، د هغه جنګیالي به د سوریېد کورنۍ جګړې په بریا کې د ولسمشر بشار الاسد ملاتړ وکړي.
د حزب الله ډلګۍ د القصیر په ستراتیژیک ښارګوټي، په جګړو کې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي. شېخ حسن نصرالله د خپلو ډلګیو د مداخلې دفاع کړې او وايي چې د لبنان ګټې له خطر سره مخ دي. سوریه د حزب الله یو عمده ملاتړی دی.
ويل کېږي د حزب الله لسګونه جنګيالي چې د مې له ۱۹ مې راهيسې په القصير کې د سوريې پوځ په ملاتړ جنګېږي وژل شوي دي.
د سوريې حکومتي ځواکونو له يوې اونۍ راهيسې د دغه ښارګوټي بيا نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي. له يو نامعلوم ځای څخه د حزب الله مشر حسن نصر الله په خپله ټلویزيوني وينا کې ويل که سني اسلام پالي په سوريه کې واک ته ورسېدل، دوی به د لبنان ټول ولس، شيعه، سني او مسيحيانو ته ګواښ پېښ کړي.
ده وويل غورځنګ به يې هېڅکله له سوري ياغيانو سره ملګری نه شي، چې په وينا يې امريکا او اسرائيل يې ملاتړ کوي، او ګواکې د سوريې جګړه د دوی جګړه ده:
"د مقاومت او ازادۍ لمانځنو پای کې، لکه د ۲۰۰۶ کال جولای جګړې لومړيو ورځو کې مې درته ويلي وو، تاسې ته وايم، اې شريفو خلکو، مجاهدينو، اتلانو لکه چې تل مې د بري ژمنه درسره کوله، يو ځل بيا د بري ژمنه درسره کوم، او دغه جګړه د نورو ټولو تېرو جګړو په څېر يې څښتنان يوو، جنګيالي يې يوو، موږ يې د بريو جړوونکي يوو ان شاء الله."
تېره اوونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ويلي وو، د حزب الله زرګونه جنګيالي د سوريې تاوتريخوالي کې ونډه لري. ده دې ته هم اشاره کړې وه چې ايران سوريه کې د حزب الله ښکېلتيا فعال ملاتړ کوي، يوه داسې ادعا چې تهران رد کړې ده.
د حزب الله مشر حسن نصر الله بيا خپلو خبرو کې وويل سوريې ته د القاعدې او تکفيري ډلو جنګياليو ورته ته لار هواره شوې ده:
" القاعده او تکفيري ډلې راوستل شوې، د نړۍ له ټولو برخو ورته پيسې او اسانتياوې برابرې شوې، د تکفيريانو او توندلاري فکر څښتنانو لسګونه زره جنګيالي، چې له ځپلو ځانونو پرته هر څه ردوي، په ځانګړې توګه سوريې ته راغلل، ويزې ورکړل شوې، اسانتياوې ورته برابرې شوې، دروازې ورته پرانيستل شوې او سوريې ته راغلل."
د ايران نظام او حزب الله دواړه شيعه مذهبي دي، په داسې حال کې چې د اسد علوي فرقه بيا د شيعه ګانو يوه څانګه ده.
په قصير کې د اوونۍ اوږدې جګړې د شنبې پر ورځ نور هم زور واخيست، چې فعالانو ويلي له مځکې مځکې ته دوو توغنديو، هوايي بريدونو او توپچي ډزو په ګډون درنې بمبارۍ راپورونه ورکړي دي.
د سوريې دولتي رسنيو ويلي پوځ يې له دريو شمال، مرکز او جنوب اړخونو عمليات پيل کړي دي.
قصير د سوريې حکومت لپاره مهم دی ځکه چې دغه ښار ګوټی پلازمېنه دمشق پر مديترانې سمندرغاړي علوي سيمو سره نښلوي. خو رسمي رسنيو د هغه رول يادونه نه ده کړې چې حزب الله يې لوبوي.








