" پر سوریې د فشار زیاتولو پر سره هوکړه شوې"

د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ويلي، امريکا او برتانيا پر سوريې د فشار زياتولو پر سر هوکړه کړې، چې سوريه له بشار الاسد پرته يو حکومت ومني.
ښاغلي اوباما په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، دواړه هېوادونه پر دې کار کوي چې د سوريې د حکومت او مخالفينو استازي په راتلونکو اوونيو کې په جينوا کې د سولې په يوه کنفرانس کې سره راټول کړي.
هغه دغه څرګندونې له لومړي وزير ډېوېډ کېمرون سره له خبرو وروسته کولې، چې ويلي يې دي برتانيا به پر سوريې د اروپايي ټولنې د وسلو د منع کېدو پر وړاندې د پراخو اسانتياوو غوښتنه وکړي.
ښاغلي کېمرون ويلي، چې برتانيا به په راتلونکو کلونو کې سوري ياغيانو ته د زرهي موټرو په ګډون د غير وژونکو وسايلو مرستې دوه برابره کړي.
د روانې مې میاشتې په لومړیو کې د امریکا د متحده ایالتونو چارواکو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ د خبرو په اړه وویل، تمه کېږي چې د دوی د خبرو ډېره برخه به په سوریه کې د روان بحران په اړه وي.
امریکايي چارواکو وویل، ښاغلی کېري به ولسمشر پوتین وهڅوي که ولسمشر بشار الاسد له مخالفینو سره د واک سپارلو په اړه له خبرو ډډه وکړي، نو د ملګرو ملتونو له خوا پر سوریې د بندیزونو د سختوالي ملاتړ دې وکړي او که دا نه وي نو لږ تر لږه دې د دا ډول یو اقدام په وړاندې ویټو نه کاروي.
روسیې او چین په ملګرو ملتونو کې درې ځلکه د امریکا په مشرۍ د هغو هڅو مخه ډب کړې چې له واکه د بشار الاسد د ګوښه کېدو په موخه شوې وې.




