استانبول کې د سوري اپوزېسیون غونډه روانه ده

د سوریې حکومت عمده مخالفې ډلې د سوریې ملي اییتلاف چې له دغه هېواده بهر ده، یوه بله ورځ په استانبول کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي.
د څارونکو په اند دغه هڅه د روسیې او امریکا له خوا د سولې په خبرو کې د ځان د باور ساتلو لپاره د ټلوالې هڅه ده.
پر ټلوالې نړیوال فشارونه ډېر شوي چې خپل منځني توپیرونه له منځه یوسي او یو منطقي مشرتابه وټاکي.
د ټلوالې مخکني مشر احمد معاذ الخطیب د مارچ په میاشت کې له دغې دندې استعفا کړې وه.
له دې مخکې د روان کال مارچ میاشت کې د سوریې د ولسمشر اسد د حکومت پر ضد د پاڅون له دویمې کلیزې وروسته د سوري حکومت مخالفې ټلوالې استانبول کې د یوه لومړي وزیر د ټاکلو لپاره غونډه وکړه.
ویل کېدل، د دوی لخوا ټاکل شوی لومړی وزیر به د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې د چوپړونو برابرولو هڅې څاري.
تېرې فبروري کې د سوریې اپوزېسیون ګوندونو خپله هغه پرېکړه بدله کړه، چې ګواکې دغه هېواد کې به د سولې ټینګښت لپاره په نړیوالو غونډو کې ګډون نه کوي.
د سوریې د ملي ايیتلاف مشر معاذ الخطیب هغه مهال د ایټالیا په روم ښار کې رابلل شوې غونډې کې د ګډون اعلان وکړ.
هغه زیاته کړه، دوی ځکه خپله پرېکړه بدله کړه، چې د امریکا متحده ایالتواو برتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې له خلکو سره د ځانګړو مرستو زیاتولو ژمنه ورسره وکړه.
د سوریې اپوزېسیون اییتلاف په نړیوالو دیپلوماتیکو مذاکراتو کې د ګډون نه کولو پرېکړه، ځکه کړې وه، چې د دوی په وینا نړیواله ټولنه و نه توانېده، په سوریه کې د ټولوژنې مخه ونیسي.








