"ډرون بريدونو کې د ۴ امريکايي اتباعو وژل تاييد شوي"

د امريکا لوی څارنوال تاييد کړې چې له ۲۰۱۱ کال راهيسې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په پايله کې څلور امريکايي اتباع وژل شوي دي.
د مشرانو جرګې قضايي کمېټې ته په يوه ليک کې د دغه هېواد لوی څارنوال اېرېک هولډر د انور العولقي له هدفي وژنې دفاع کړې ده.
خو ويلي يې دي چې د العلوقي ۱۶ کلن زوی او دوه نور کسان په مشخص ډول د امريکا له لوري نه دي په نښه شوي.
دغه رسوايي د ولسمشر اوباما له هغې وينا مخکې کېږي چې ټاکل شوې د سه شبنې په ورځ ولسمشر يې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په تړاو وکړي.
رويترز اژانس د سپينې ماڼۍ د يوه چارواکي له قوله ويلي، ولسمشر اوباما به په دې بحث وکړي چې څنګه د ډرون بريدونه اړين، قانوني او منصفانه دي.
په يمن او پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د امريکايي اتباعو وژل کېدل په لومړي ځل په رسمي ډول تاييد شوي دي.
ښاغلي هولډر ليکلي چې: "ولسمشر لارښوونه راته کړې چې هغه حقيقي معلومات ورته څرګند کړم چې تر اوسه طبقه بندي شوي دي."
دوامداره ګواښ
د امريکا لوړپوړي قانون پلي کوونکي چارواکي د العولقي له وژنې چې دوی يې په عرب جزیره کې د القاعده ستر عملياتي مشر بولي، دفاع کړې ده.
ښاغلي هولډر ويلي چې العولقي د امريکايي خلکو پر وړاندې د دسيسو په جوړولو او پلانولو کې لاس درلود.
العولقي چې د امريکا د نيو مکسيکو په ايالت کې زېږېدلی، د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر کې په يمن کې د امريکا د يوې بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شول.
امريکايي چارواکو هغه مهال د هغه وژنه تاييد کړه، خو په رسمي ډول جوته نه شوه چې دی د ډرون په بريد کې وژل شوی دی.
سمير خان چې د امريکا تبعه دی او د انلاين مجلې له لارې يې د القاعده ايډيالوژي ته وده ورکوله د توغنديو د يوه ورته بريد په پايله کې مړ شو.
د القولقي ۱۶ کلن زوی عبد الرحمن چې په کولرادو کې زېږېدلی وو، يوه مياشت وروسته په يمن کې ووژل شو.
د شمالي کارولينا اوسېدونکی جودې کېنن محمد له خپل پاکستاني پلار او په امريکا کې زېږېدلې مور سره په ۲۰۰۸ کال کې وروسته له هغه چې غوښتل يې د تندلارو تر کنټرول لاندې سيمې ته چې د بهرنيانو ورتلل منع دي، په پاکستان کې ونيول شول.








