ایران کې د مېرمنو پر کاندید ېدو بندیز ولګېد

د ایران (نګهبان شورا) په هغو ولسمشریزو ټاکنو کې د مېرمنو په برخه اخیستو بندیز لګولی، چې د جون په ۱۴ تر سره کېږي.
د شورا یوه غړي محمد یزدي ویلي، د ایران اساسي قانون مېرمنو ته حق نه ورکوي، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي.
د ایران نګهبان شورا د کاندیدانو د غوراوي مسوولیت لري. ۳۰ ایرانیو مېرمنو دې ټاکنو لپاره نومونه د کاندید په توګه ثبت کړي وو، خو داسې لږ تمه کېده، چې دوی ته به ټاکنو کې د برخه اخیستو اجازه ورکړل شي.
شنونکي وايي د ایران په اساسي قانون کې د ولسمشرۍ لپاره د مېرمنو کاندید کېدو په باب په څرګنده څه نه دي ویل شوي.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس په رپوټ کې د محمد یزدي له قوله ویل شوي، چې (قانون مېرمنو ته اجازه نه ورکوي) او د مېرمنو نوم په رایې پاڼه نه شي راتلای.
ایران کې مېرمنې د پارلمان غړیتوب تر لاسه کولو حق لري او په قاون جوړونه کې برخه اخیستلای شي.
د اساسي قانون له مخې اوسنی ولسمشر محمود احمدي نژاد نه شي کولای دریم ځلې ټاکنو کې برخه واخلي او د ده د ځای ناستۍ لپاره ۶۸۶ کاندیدانو خپل نومونه ثبت کړي دي.
د سې شنبې په ورځ به د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو وروستی حتمي نوملړ اعلان شي. د ۲۰۰۹ په ټاکنو کې ۴۷۵ کاندیدانو خپل نومونه ثبت کړي و، خو د نګهان شورا له لوري یوازې ۴ کسان په شرایطو برابر وبلل شول.
ایراني اپوزېسیون د هغو ټاکنو د پایلو له منلو انکار کړی و، چې له کبله یې دغه هېواد کې پراخې مظاهرې وشوې.








