د ایران ټآکنو ته د کاندیدانو نوم لیکل پيل شو

د ايران ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم ثبتولو بهير پيل شوى.
د راتلونکي جون پر ۱۴ نېټې کېدونکو ټاکڼو کې د ولسمشر محمود احمدي نژاد ځای ناستى ټاکل کېږي.
تمه ده چې د ايران راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ګڼ مخور دود پال سياستوال ځانونه ونوموي.
د نوم ثبتونې بهير نن د ايران په ځايي وخت د سهار په اتو بجو پيل شو.
د ځايي رسنيو په وينا تر اوسه ٢٤ کسانو خپل نومونه ليکلي دي.
په دوى کې د سمون پالو په پرتله محافظه کاران ډېر دي.
ډېر مخور او وتلي په کې د ايران د اټومي چارو پخوانى مرکچي حسن روحاني دى چې د دغه هېواد پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني ته ډېر نژدې کس بلل کېږي.
ښاغلي روحاني ته نژدې سرچينې وايي که ښاغلى رفسنجاني په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون لپاره رامخې ته شي نو حسن روحاني به خپله نوماندي بېرته واخلي.
په دغه نوملړ کې بل وتلى محافظه کار د ولسمشر احمدي نژاد د روغتيا پخوانى وزير باقر لنکراني دى.
ښاغلي لنکراني ويلي که د ايران د ولسمشر په توګه وټاکل شي نو ولسمشر احمدي نژاد به يې د کابينې غړى نه وي.
تمه ده چې د ايران د مذهبي مشر آيت الله خامنه اي يو مهم سلاکار علي اکبر ولايتي هم ټاکنو لپاره ځان ونوموي.
په سمون پالو کې د ولسمشر خاتمي د دورې د ښار جوړونې وزير محمد سعيدي کيا او د پارلمان پخوانى غړى مصطفى کوکبيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سمون پالو مشران اوس هم په کورني بند کې دي او پر آزاد خيالو ډلو هم فشار ډېر دى.
د نوم ثبتولو بهير به پنځو ورځو لپاره دوام ومومي چې له هغه وروسته به د نوماندانو نوملړ او د هغوى ټاکنيزې تګلارې نګهبان يا ساتونکې شورا ته واستول شي.
د دغو وګړو تګلارې او وړتيا به د ساتونکې شورا له لوري ارزول کېږي او يوازې هغه کسان به په ټاکنو کې د نوماند په توګه ګډون وکړي چې د دغې شورا له لوري ومنل شي.








