اذربایجان: پر ایران به زموږ له خاورې برید نه کېږي

د اذربایجان یوه چارواکي ویلي، چې د ایران اتوم بم جوړولو د اذربایجان لپاره د منلو وړ نه دي.
اذربایجان دا هم ویلي، چې هېواد به یې هېڅکله له خپلې خاورې پر ایران د برید لپاره خپله خاوره بل چا ته په واک کې ورنه کړي.
د اسراییلو یوې رادیو ویلي، چې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر المار مامادیاروف د تېرې یکشنبې په ورځ په قدس کې د اسراییلي پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې له مشر اویګدور لبرمن سره کتلي دي.
دواړو د ایران او سیمې په اړه خبرې کړې.
سرچینه وايي، چې اذربایجان له اسراییلو سره د خپلې مرستې پر دوام ټینګار کړی، او غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي غوړېدا ډېره شي.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر اسراییل ته په درې ورځني سفر تللی، چې په لړ کې به یې له جګپوړو اسراییلي چارواکو (ولسمشر شمعون پیریز، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو) او ګڼو نورو کسانو سره وګوري.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر په رام الله کې له فلسطين چارواکو سره هم د لیدو نیت لري.
اسراییل د ایران د اتومي هڅو په اړه ډېر اندېښمن دی، او دا هڅې د تل ابیب لپاره لوی ګواښ بولي.
د اسراییلو اندېښنه وروسته تر هغو دوه برابره شوه، چې ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد وویل، اسراییل باید د نړۍ له نقشې وایستل شي.
ایران هڅه کوي، چې په اذربایجان کې خپل نفوذ وساتي، چې په دې لړ کې تهران په وروستیو کې له اذربایجان سره پر پوله په اذري ژبه یو تلوېزیون هم جوړ کړ.
دغه تلوېزیون پر اوسني اذري ولسمشر الهام علییف ملنډې وهي او د اسراییلو او لوېديځ په لاس کې د نانځکې خطاب ورته کوي.
دغه ایرانی المشربه تلوېزیون دا هم وايي، چې په باکو کې فساد په پراخېدا دی.








