ډاکې فابریکې کې د وژل شویو شمېر له ۱۰۰۰ واوښت

دا په دغه هېواد کې د صنعت په برخه کې تر ټولو بده پېښه وه.
د عکس تشریح، دا په دغه هېواد کې د صنعت په برخه کې تر ټولو بده پېښه وه.

په بنګله دېش کې پوځ وايي، اوس جوته شوې چې تېره میاشت د پلازمېنې ډاکې د یوې فابریکې د نړېدو په پېښه کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

دا په دغه هېواد کې د صنعت په برخه کې تر ټولو بده پېښه وه. چارواکي لا هم د مړو د رایستلو لټه کوي.

د دغې فابرېکې تر نړیدو وروسته چارواکو د خوندیتوب لپاره په خپلو هڅو کې ۱۹ د ټوکرانو فابرېکې تړلې دي.

د بنګله دېش د کورنیو چارو وزیر شمس الحق تای وايي چارواکي خپل د ژغورنې عملیاتو ته دوام ورکوي:

" تاسو ګورﺉ چې تر نن ورځې موږ یو زر او اته ویشت مړي له کنډوالو را ایستلي. څو شیبې وړاندې هم دلته یو جسد وموندل شو او ۲۴۳۷ کسان ژوندي ژغورل شوي دي. د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او وروستي پړاو ته نژدې شوي دي."

ویل کېږي، چې له نړېدو یوه ورځ مخګې د یادې ودانۍ کې د ورانېدو نښې نښانې لیدل شوې وې، خو په دې کارځایونو کې په کار بوختو کسانو ته ویل شوي وو، چې خپل کار ته دوام ورکړي.

د ودانۍ له کنډوالې د مړو شویو خلکو د رایستلو پرمهال پولیسو وویل، د ودانۍ یو انجنیر او د فابریکې مشر یې نیولي دي.

دغه انجنیر پخپله دنده کې په بې غورۍ تورن شوی دی.

له دې مخکې په بنګله دېش کې د یادې کارخانې مالک ونیول شو چې. پولیسو هغه مهال وویل، محمد سهیل رانا چې د دې پېښې راهیسې په تېښته کې وو د هند د لوېدیځ بنګال سره پولې ته نژدې ونیول شو.

په بنګلادیش کې د ودانیو نړېدل څه نوې خبره نه. دلته ډېرې پوړیزې وادنۍ له مقرراتو سره سمې نه دي جوړې شوې.