د پرویز مشرف ګوند د مې له ټاکنو بیکاټ وکړ

د یوې پاکستانۍ محکمې لخوا پر مخکیني پوځي واکمن پرویز مشرف په ټاکنو کې د عمري بندیز د فرمان یوڅو ورځې وروسته، د نوموړي سیاسي ډلې اوس د مې د ۱۱ پارلماني نېټې له انتخاباتو د بیکاټ اعلان کړی دی.
د پرویز مشرف په مشرۍ د ال پاکستان مسلم لیګ ډلې عمومي سکرتر ډاکتر محمد امجد یوې خبري ناستې ته وویل پرویز مشرف د نوماندۍ کاغذونو د رد کېدو له کبله یې ډلې د ټاکنو د بیکاټ پرېکړه کړې ده.
هغه وویل ډلې یې د ملي او ایالتي اسمبلیو څوکیو لپاره شاوخوا ۱۷۰ کاندیدان درولي وو چې اوس به خپل کاغذونه بېرته اخلي.
ډاکتر امجد دا هم وویل چې د هېواد د انتخاباتو کمیسیون د ده په وینا د تعصب څخه کار اخیستی دی او دوی د بې طرفه انتخاباتو هیلې نه لري.
پرویز مشرف د ملي اسمبلۍ د چوکۍ لپاره څلورو ځایونو کې د ټاکنو کاغذونه داخل کړي وو خو په هر ځای کې یې کاغذونه په دې دلایلو رد شول چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د بېړني حالت د اعلان سره سم د هېواد اساسي قانون د پښو لاندې کړی او ګڼ شمېر قاضیان یې په کورونو کې نظربند کړي وو.
پرویز مشرف د مارچ په میاشت کې د څلور کلن د تبعید وروسته، پاکستان ته په دې هیله وا پس راغی چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او د خپلې سیاسي ډلې د کمپاین مشري وکړي.
له ۱۹۹۹ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ پرویز مشرف د واک پر مهال هغه د ستونزو سره مخامخ کړ او اوس د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو د وژنې او د بېړني حالت د اعلان تورونو په تړاو نیول شوی دی.
سیاسي څېړونکي وایي د مشرف د ډلې بیکاټ به په انتخاباتو هېڅ اغېز و نه کړي ځکه تر دې وخته یې په سیاست کې څه خاص رول نه وو.
په یوه بله پرمختیا کې ويل شوي چې د امنیتي اندېښنو له امله به د پرویز مشرف محاکمه د هغه په کور کې کېږي چې له وړاندې ورته د زندان د یوې برخې حیثیت ورکړ شوی دی.
د ترهګرۍ پر ضد د یوې محکمې قاضي به د اسلام اباد د چک شهزاد په نامه سیمه کې، د محل په شان کور کې، د پخواني پوځي واکمن محاکمه وکړي.
پاکستاني طالبانو اعلان کړی وو چې پر پرویز مشرف د برید لپاره یې یوه ځانګړې ډله روزلې ده.








