چین کې زلزلې 'تر ۱۲۰' ډېر کسان وژلي

چینايي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد په سوېل لوېديځ سيچوان ولایت کې د ریکټر په کچه ۶.۶ درجه زلزلې لسګونه کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د چین رسنیو ویلي، چې د هېواد په سوېل لوېديځ کې یوې زورورې زلزلې لږترلږه ۱۲۰ کسان وژلي او سلګونه نور یې ژوبل کړي دي.
زلزله په سيچوان ولایت کې شوې ده.
د چین ملي تلوېزیون ویلي، زلزلې ګڼې ودانۍ نړولې او د ځمک ښویېدنې سبب شوې ده.
دوی وايي، چې په زلزله کې لږترلږه ۶۰۰ کسان ژوبل شوي دي.
سیمې ته د ژغورنې ډلې استول شوې دي.
د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې د دغې ۶.۶ درجه زلزلې مرکز له چین څخه اتیا کیلومتره لوېديځ لینکیونګ ښار ښودلی دی.
سرچینه وايي، چې زلزله د ځمکې په زړه کې ۱۲.۴ کیلومتره ژوره وه.
لومړی یې ویلي وو، چې ګني د دغې زلزلې قوت ۷.۰ و، خو بیا وروسته یې ۶.۹ وښود.
د چین خبري رشنۍ شینخوا ویلي، د سیمې اوسېدونکو له ۱۱۵ کیلومتره لیرې په مرکز چینکدو کې زلزله احساس کړې ده.
په دغه سیمه کې وړاندې هم دا ډول زلزله شوې ده.
د ۲۰۰۸ په مې کې هم هلته د ریکټر په کچه ۸.۰ درجې زلزله شوې وه، چې نژدې ۹۰ زره کسان یې وژلي وو.
په دغه زلزله کې د سیچوان پنځه میلیون خلک بې کوره شول.
خلک د زلزلې په اورېدو او احساسولو سره له کورونو راووتل، او په کوڅو کې یې منډلې وهلې.
د تلوېزیون ځینو تصویرونو کې د نړېدلو ودانیو انځورونه ښودل شوي.
د چینګدو یوه اوسېدونکي شینخوا رسنۍ ته ویلي، چې د زلزلې پرمهال د ودانۍ په ۱۳ پوړ کې و.
دی وايي، چې دغه ودانۍ د نژدې ۲۰ ثانیو لپاره سخته ولړزوله شوه، او بیا په ور څېرمه ودانیو کې د ودانیو ماتې ښیښې ولیدې.
له بیجېنګ څخه د بي بي سي خبریال مارټن پیشنس وايي، د برېښنا مزي او د اوبو رسولو سیستم ویجاړ شوی دی.
د تیلې فون کرښې هم وايي پرې شوې دي.
شینخوا وايي، د چین حکومت سیمې ته د ژغورنې او مرستې لپاره ۲۰۰۰ پوځيان استولي دي.
د یوان ښار نژدې ۱.۵ میلیون وګړي لري.








