آيا له حده ډېر تمرين د زړه د حملې سبب کېږي ؟

د بېلو بېلو عمرونو خلک کېدای شي چې د زړه له حملې سره مخامخ شي، خو په زړو کې ډېره پېښېږي.
هرکال په برتانیا کې له ۱۵۰۰۰ زرو نه پر ډېرو خلکو باندې د زړه حمله راځي، چې ۲۵ سلنه ېې له ۶۵ کلونوکم عمر درلودونکي وي،چې تر ډېره د وينې لوړفشارېی لامل بلل کېږي.
خو دژوند د طريقې په بدلولو سره کېدای شي چې د زړه د حملې خطرونه کم کړای شي چې په دې کې د دوامداره تمرين له لارې د خپل وزن کمول، له سګرټ څکولو لاس اخيستل او له حده ډېرو الکولو له څښاک څخه ځان ساتل هم راځي .
ډاکتران وايي دوامداره فزيکي تمرين کولی شي چې د زړه د حملې خطر سم نيم کړي.
په اوو نۍ کې پنځه ورځې د نېم ساعت لپاره تمرين کافي بلل کېږي. خو بايد نيم ساعت لپاره په دوامداره توګه تمرين ونه شي، غوره داده چې په ورځ کې څو ځلې د لس ، پنځلس او شلو دقيقو لپاره په وقفه يی ډول تمرين وشي.
خو له حده د ډېر تمرين په برخه کې بايد له احتياط څخه کار واخيستل شي.
خو که څوک روغتيايي ستونزې لري ، نو بايد له خپل اړوند ډاکتر سره مشوره وکړي چې اوونۍ کې څو ځلې د څو دقيقو لپاره تمرين وکړي.
هغه ټولنه چې د زړه له ناروغانو سره مرسته کوي هم د تمرين په برخه کې د احتياط لارښوونه کوي.
ټولنه وايي د سخت او لنډ مهال پر ځای تاسو کولی شي چې له دوامداره ، مناسب او ځانګړي وخت له تمرين نه ښه ګټه پورته کړي.
د ټولنې په وينا داسې هم پېښ شوي چې ډېر او سخت تمرين پر مهال د زړه رګونه څيرې شوي دي ، نو ځکه بيا د احتياط غوښتنه کوي.
ډاکتران وايي د زړه له حملې نه مخکې په وجود کې ځينې نښې نښانې هم څرګندېږي.
د زړه ډېری حملې د زړه له وړو حملو وروسته پېښېږي . وړې حملې کېدای شي چې چوپې وي او په لړ کې ېي يوازې په مخ اولاسونو کې سستي احساس شي او ژبه درنه شي او ښايي څو دقيقې دوام وکړي.
د وړې حملې پر مهال د مغزو ېوې برخې ته کافي وينه نه رسيږي ، چې ترې وروسته د زړه بشپړه حمله پېښېږي.
کله چې احساس کوي چې د زړه له وړې حملې سره مخامخ شوي ياست نو په بيړه ځان روغتون ته ورسوئ.








