وېنیزويلا کې د زوړ او نوي سيالي توده شوې

د حکومت د واکمن سوسياليست ګوند له لوري نيکولاس مادورو دغو ټاکنو ته درېدلى او ژمنه يې دا ده چې د ښاغلي چاوېز د سوسياليست ګوند انقلاب ته به دوام ورکوي.
د عکس تشریح، د حکومت د واکمن سوسياليست ګوند له لوري نيکولاس مادورو دغو ټاکنو ته درېدلى او ژمنه يې دا ده چې د ښاغلي چاوېز د سوسياليست ګوند انقلاب ته به دوام ورکوي.

دوېنیزویلا خلک د هوګو چاوېز د ځاى ناستي د غوره کولو په موخه د يکشنبې په ورځ ټاکنو کې رايې اچوي.

د حکومت د واکمن سوسياليست ګوند له لوري نيکولاس مادورو دغو ټاکنو ته درېدلى او ژمنه يې دا ده چې د ښاغلي چاوېز د سوسياليست ګوند انقلاب ته به دوام ورکوي.

د اپوزيسيون له لوري هنريک کپرېليس دغو سياليو ته دانګلي چې وايي هېواد کې د آزاد بازار د اقتصاد رامنځ ته کولو او له جرايمو سره به مبارزه کوي.

وېنیزویلا کې دغه ټاکنې له دې کبله له وخته وړاندې وبلل شوې چې د ٢٠١٢ کال ټاکنو ګټونکى هوګو چاوېز د سرطان د ناروغۍ له کبله ومړ.

مادورو

نيکولاس مادورو د وېنیزویلا له خلکو غوښتنه کوي چې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او بورژوا يا کپيټالستانو ته ماته ورکړي.

د وېنیزویلا لنډ مهالى ولسمشر مادورو د يکشنبې (د اپريل١٤) په ولسمشريزو ټاکنو کې پر حکومت د واکمن سوسياليست ګوند نوماند دى.

هغه چې ٥٠ کاله عمر لري په پلازمېنه کاراکس کې د بس د يوه چلوونکي په توګه خپله دنده پيل کړې، د سوسياليست ګوند په ليکو کې يې وده کړې او د هېواد د پارلمان د مشر او د بهرنيو چارو د وزير په توګه يې دندې ترسره کړې دي.

په هغو سيمو کې چې د وېنیزویلا د پخواني ولسمشر هوګو چاوېز د ټولنيز پروګرام پلي کېدو ستر بدلونونه راوستي دي، خلکو ته کار او روزګار موندل شوى او د بې وزلو ژوند يې بدل کړى, ډېرى خلک به ښاغلي مادورو ته رايه ورکړي.

په دغو سيمو کې خلک فکر کوي چې مادورو ته رايه د ښاغلي چاوېز د ميراثونو خوندي کولو ته رايه ده:

"د يکشنبې په ورځ به د وېنیزویلا د تاريخ يوه بله پاڼه وليکل شي. يوازې په دې کلي کې به له ٥٠٠ نه نيولې تر ٦٠٠ پورې خلک ښاغلي مادورو ته رايه ورکړي. خلک فکر کوي چې هوګو چاوېز مادورو او مادورو چاوېز دى."

کپرېليس

د وېنیزویلا د اپوزيسيون له لوري هنريک کپرېليس دغو ټاکنو ته ولاړ دى.

هغه د ٢٠١٢ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې ښاغلي چاوېز ته سيالي وبايلله.

خو هغه وايي د چاوېز په نه شتون کې به ټاکنې وګټي.

"په هرو هغو ټاکنو کې چې هوګوچاوېز نه وي، حکومتي ګوند نه شي کولى چې شپږ ميليونه رايي ترلاسه کړي. دا چې د يکشنبې په ټاکنو کې به څه کېږي، دا يوه مهمه پوښتنه ده. زه فکرکوم چي موږ به ټاکنې وګټو "

ښاغلى کپرېليس چې ٤٠ کلن دى، حقوق پوه او يو حکومتي والي و.

د هغه لوى شعار دا دى چې په هېواد کې به د آزاد بازار اقتصاد غوره کړي او د جرايمو په وړاندې به کلکه مبارزه کوي.

د حکومتي واکمن ګوند نوماند مادورو داسې يوه قطعه يا پره په لاس لري چې ښاغلى کپرېليس ترې بي برخې دى.

د مادورو دغه قطعه له خپلو ملاتړو د وېنیزویلا د پخواني ولسمشر هوګو چاوېز دا غوښتنه ده چې ټاکنو کې دې مادورو ته رايه ورکړي.

د وينزويلا يو شمېر رونډ اندي وايي دا يې وخت دى چې په هېواد کې مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.

" زه فکرکوم موږ ډېر ښه او بې ساري امکانات لرو چې په خپله ټولنه کې ريښتوني بدلون ترسره کړو "

که مادورو ټاکنې وګټي نو د ځينو شنونکو په باور تمه نه کېږي چې د وينزويلا په بهرنۍ تګلاره کې چې امريکايي ضد ځانګړتيا لري ، په نژدې وخت کوم بدلون راشي.

خو د ښاغلي کپرېليس په احتمالي بري سره به په سيمه کې د واک انډول بدل شي او د وېنیزویلا د متحدينو لست به هم نوى شي.

تېل

نړۍ ته د دغو ټاکنو پايلې په دې مهمې ګڼل کېږي چې وېنیزويلا د تېلو يو لوى توليدونکى هېواد دى او د روسيې او چين په څېر د نړۍ له لويو اقتصادي ځواکونو سره نژدې اړيکې لري.

د ټاکنو په درشل کې هر څوک د ممکنه بري ادعاوې کوي.

خو د خلکو د رايو د ترسره شويو سروې ګانو له مخې ښاغلى مادورو د اپوزيسيون له نوماند ښاغلي کپرېليس نه مخکې دى.