ایران منلې چې سوریه کې تښتول شوي پخواني انقلابي ګاردان دي

د عکس سرچینه، AFP
ايران په لومړي ځل تاييد کړې چې په سوريه کې د يرغمل شويو ۴۸ ايرانيانو په مېنځ کې د ايران د انقلابي ګارد پخواني غړي هم شته.
ترې دمخه تهران ټينګار کاوه، نيول شوي ټول زيارت کوونکي دي چې په سوريه کې د ځينو ځايونو د زيارت لپاره تللي.
سوري ياغيان چې دغه ډله ورسره ده ، نيول شوي سوري پوځ ته د معلوماتو په غونډولو تورن کړي.
ايران له ملګرو ملتو غوښتي چې د دغو کسانو په خوندي خوشې کېدو کې ورسره مرسته وکړي.
مخکې ایران په ټینګار ویل چې سوریه کې یې شیعه زیارت کوونکي تښتول شوي.
یاغیانو ویلي چې ایرانیان یې د سوري پوځي د ګټو په اړه د ناقانونه کړنې له کبه د مالوماتو ورکولو په تور نیولي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي ویلي: ''د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په سوریه او لېبیا کې د ایراني نیول شوو وګړو په خوشي کولو کې همکاري کړې ده.''
ښاغلي صالحي په یوه ویناپاڼه کې سوریه کې د ۴۸ ایرانیانو او په لېبیا کې د سرې میاشتې د اوو نورو ایراني کارکوونکو پر تښتولو سخته اندېښنه ښودلې ده.
د ۴۸ ایرانیانو د تښتولو مسؤولیت د 'البراء قطعې' پر غاړه اخیستی، چې وايي درې نیول شوي د سوري پوځيانو په بمبار کې وژل شوي او د ځینو راپورونو له مخې یې د نورو تښتول شوو د وژنې ګواښ هم کړی دی.
صالحي وايي بان کي مون ته ویلي چې: ''ستاسې له جلالتمآپ هیله کوم چې د نیول شوو ایرانیانو په خوشي کولو کې همکاري وکړﺉ.''
ملګرو ملتونو ژمنه کړې د صالحي دا پیغام به ارومرو بان کي مون ته رسوي.








