سوریه کې ۴۸ ایرانیان تښتول شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
په سوریه کې د ایران سفارت منلې ده چې ۴۸ وګړي یې دمشق ته پر لاره وسله والو تښتولي دي.
راپورونه وايي چې دغه کسان په یوه بس کې سپاره وو چې دمشق ته څېرمه په الزنبیة سیمه نا پېژاندو وسله والو وتښتول.
د ایران فارس خبري اژانس ویلي چې ایراني وګړي د وسله والو له خوا تښتول شوي.
د سوریې د خپلواک پوځ قومندان ریاض اسعد بي بي سي ته ویلي چې وسله وال یې د ایراني زیارت کوونکو په تښتولو کې لاس نه لري او زیاتوي چې د ناسیاسي او ناپوځي کسانو له تښتونې سره مخالف دی.
خو نوموړي دا هم ویلي چې په باور یې تښتول شوي ایرانیان زیارت کوونکي نه، بلکې د هغه په وینا پوځي ایراني افسران او د څارګرې ادارې مامورین دي.
د فارس خبري اژانس لیکلي چې دغه کسان غرمه مهال ۱۱ بجې داسې مهال تښتول شوي چې ددمشق هوايي ډګر ته تلل او ایران ته یې د سفر هوډ درلود.
د ایران د حج او زیارت کوونکو یوه چارواکي مهدي شهسواري ویلي "ایراني زیارت کوونکو سوریې ته په شخصي توګه سفر کړی و."
راپورونه وايي چې د سوریې تر بحران وړاندې هر کال سوریې ته شاوخوا ۷۰۰ زره ایراني زیارت کوونکي ورتلل، خو سوریه کې د تاوتریخوالي له پیل راهیسې یې شمېر د پام وړ لږ شو.
تر دې وړاندې، هم یو شمېر ایراني وسله وال د سوري مخالفینو له لوري نیول شوي وو.
ایران او سوریه په منځني ختيځ کې دوه ستراتیژيک متحدین دي، چې د ایران د اسلامي انقلاب له پیله یې له یو بل سره ټینګ اړیکي پاللي دي.








