د بالي ووډ لومړنی سپر سټار راجېش کهنه ومړ

د عکس سرچینه، AFP
د بالي ووډ سيمنا د وتلي ستوري راجېش کهنه کورنۍ وايي، چې هغه مړ شوی دی.
دغه ۶۹ کلن ستوري د سرطان ناروغي لرله، چې کله به په کور او کله هم په روغتون کې وو.
راجېش کهنه د دوشنبې په ورځ له روغتون نه رخصت شوی وو.
راجېش په امرديپ، دو راستې، بې وفا، محبوب کې مهندي، ارادهنا، کټی پتنګ او انند په څېر مشهورو فلمونو کې کار کړی دی.
راجېش کهنه د شپېتمو او اويايمو لسيزو پر مهال د ممبيي فلمي صنعت تر ټولو مشهور لوبغاړی وو.
راجېش کهنه د بالي ووډ سيمنا د لومړي سپر سټار په توګه يادېږي.




