لاوروف: د سوريې په تړاو د مسکو دريځ نه دی بدل شوی

د عکس سرچینه، Reuters
مسکو ته د ملګرو ملتو او عربي ټولنې د ځانګړي استازي کوفي عنان له سفر سره هم مهاله د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف په ملگرو ملتو کې د سوريې پر ضد له ممکنه بنديزونو سره د روسيې د يوځای کولو هڅې د ډارولو معادل بللي.
سرګي لاوروف له ښاغلي عنان سره له خبرو وړاندې نن (دوشنبه، ۱۶ جولای) یوه خبري کنفرانس ته وویل، د سوریې د کړکیچ په اړه د روسیې دریځ نه دی بدل شوی.
لاوروف زياته کړه چې روسيه په سوريه کې د هېڅ يوې خوا پلوي نه کوي او په سيمه کې د سولې غوښتنونکې ده.
هغه وویل، د ا غیرې واقعي ده چې له روسیې دې پر بشارالاسد له واکه د ګوښه کیدو لپاره د فشار غوښتنه وشي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير يو ځلې بيا د ملګرو ملتو د امنيت شورا له لوري د سوريې په تړاو د نوي پريکړه ليک په اړه چې امنيت شورا غړو يې په اړه بحث کړی، د روسيې مخالفت اعلان کړ.
د دغه نوي پريکړه ليک له مخې ملګري ملتونه په سوريه کې د څارونکو د ماموريت موده غځوي، خو پر دغه هېواد د بنديزونو موضوع هم د توجه وړ وه.
روسيه د سوريې ملاتړی هېواد ګڼل کېږي او ويل کېږي چې د روسيې همدې ملاتړ په واک کې بشار الاسد ته د پاتې کېدو زمينه برابره کړې ده.
روسيې بيا بيا په سوريه کې د ملګرو ملتو د مداخلې له پرېکړه ليک سره مخالفت کړی دی.








