فرانسه مالي کې د ترهګرو له منځه وړل غواړي

د عکس سرچینه، AFP
فرانسه وايي غواړي چې د لوېدیځې افریقا په هېواد مالي کې د نړیوالو ترهګرو د اډو د جوړېدو مخه ونیسي.
د فرانسې لومړي وزير ژان مارک اېرولت د پارلمان غړو ته په خپله وينا کې وويل د مالې په شمالي ښار تېمبکتو کې د تاريخې ځايونو ويجاړېدنه دا يادگيرنه کوي چې د دې چارې ترسره کوونکي د تنوير او پوهاوي خلاف يوه ډله ده.
نوموړي وويل د فرانسې حکومت هوډمن دى چې په اسلامي مغرب کې د القاعدې په څېر د ډلو له لوري د نويو اډو د جورولو مخنيوى وکړي، چې د ښاغلي اېرولت په وينا موخه يې نړېواله ترهگري ده.
ښاغلي اېرولت زياته کړه دغو وسلوالو ډلو نه يواځې په ټوله سيمه کې سوله او سوکالي له گواښ سره مخامخ کړې چې د فرانسې امنيت هم گواښي.
فرانسوي ديپلوماتان هڅه کوي پر امنيت شورا داسې يو پرېکړه ليک ومني چې د مالي د کړکېچ په هوارولو کې د الويدېځې افريقا د هيوادونو د تگلارو ملاتړ کوي.
په دغو تگلارو کې په باالقوه توگه د پوځي لاسوهنې شونتيا هم راتلاى شي چې موخه يې په شمال کې له اسلام پالو او د طوارق په مشرۍ له ياغيانو نه د پراخې بېديا بېرته نيول دي.




